جمعه, اپریل 19, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

دويمه برخه

غوښتل مې د روسيې له لارې اروپا ته ځان ورسوم خو کارونو کې مې ټال او ځنډ راغى، کابل کې کمېشن کارانو د ١٨٠$ ډالرو وېزه په ١٠٠٠$ ډالر راوباسله، خپله مې ډېرې شپې ورته وکړې او تر دې چې اخېر ځانمرګى راباندې وشو، زخمي شوم او سفارت وتړل شو. تر ځنډ وروسته ايران ته راغلم هلته هم کار ونه شو، په کابل کې مې له يوه شناخته کس سره خبره جوړه کړه چې ترکيې ته قاچاقي ورسره لاړ شم، ادرس يې راولېږه، تهران کې ورسره يو ځاى شوم، په يو وړه خـونه کې تر شلو زيات خلک پراته و، زه د دروازې خـوله کې کېناستم ټول غلي و، دغه ځاى د بازار په منځ کې وو او په رڼا ورځ يې خلک بېول او راوستل.
ماښام يې موږ هم کرولا ډوله موټر کې بار کړو، د موټر په شاتني سېټ کې اته کسه کېسناستو داسې چې پښه دې نه شوه خوځولى، سر تر پښو ناست وو، پښې به مو درد ونېوې خـو مجبوري وه خوځېدى نه شوې، ټوله شپه مو دغسې مزل وکړ سهار نېږدې يې يوه کلي ته ورسولو، دغه ځاى سلماس نومېده، کور کې دوه خونې وې، او تر دوه سوو په شاو خوا کې خلک پکې پراته وو، موږ وږي وو او سهار چاى سره يې يوه پلاستيکي وړه پياله کې مستې او نيمه وچه ډوډۍ راوړه، ومو خوړل خو په دې خوراک د لوږې حواس هم مړه نه شول. بې خوبه وو خو دا ځاى د مسافرو خوابګاه وه، شور وي او له دې شور سره به ځان عادتوې، هم به خوب پکې کوې هم عبادت. د غرمې ډوډۍ سره به يې هماغه پلاستيکي پياله کې د الوګانو داسې ښوروا راوړه چې د غوړيو درک به نه پکې مالومېده، مړېدې خو به نه خـو مجبور وې چې په شخصي مصرف دې د کور له دکانه څه شى اخيستى واى، خو يو بېسکټ چې په بازار کې په نهه زره تومنه وو دلته په دېرش زره خرڅېده، يعنې دېرش افغانۍ. هګۍ په بازار کې په څلور روپۍ وه او دلته په شل.
له دې ځايه مخامخ د پوليسو پوستې ښکارېدې، پنځه سوه متره به لرې وې. تېز به غږېداى نه شوې که به دې د خوابګاه مسوول غږ واورېده هم يې بې ابه کولې او هم يې وهل درکول. يوه شپه راغى چې د پوليسو چپه ده، ځانونه اماده کړى، ټوله شپه مو په ډار تېره کړه او له بوټانو سره وېده شوو، خوبګاه چي ويل که پوليس راغلل ترې وتښتى، که ډزې يې درباندې وکړې هم مه ورته درېږى خو په دا شپه پوليس رانغلل.
موږ شل نفره له يوې ولسوالۍ سره يو ځاى شوي وو همدلته مو يو بل سره پېژندلي وو او د يوه قاچاقبر نفر وو، يوه شپه مو د ډوډۍ په سر لانجه ورسره وکړه ويل دا مو د پلار کور نه دى چې ته څه غواړې خورې به يې، خو خبره په دې تمامه شوه چې قاچاقبر سره يې خبرې وکړې او هغه ويل سبا به مو بل ځاى انتقال کړم، د شپې څلور بجې يې بلې خوابګاه ته بوتلو هغه بيخي په اطرافو کې وه، غرونه وو او د غرونو منځ کې کلى وو، د انګړ د ننه يې د غواګانو لپاره يوه لويه غوېجل جوړه کړې وه، لس متره اوږده، په همدې غوېجل کې تر موږ مخکې شپېته نفر نور وو، د موږ لپاره نه فرش وو نه کمپله او د ژمي سخت ساړه لګېدلى وو، له ساړه نه په يوه او بل کې ننوتو خو ګوزاره مو کوله ځکه بله چاره نه وه.
نور بيا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب