Homeخبرونهطالبان: شمال کې ۴۴ نوي مخابراتي انتنونه ودروو

طالبان: شمال کې ۴۴ نوي مخابراتي انتنونه ودروو

تاند:( جمعه ، د جوزا ۵ مه ) د طالبانو د رژیم د مخابراتي خدماتي خدمتونو د تنظیم ادارې( اترا) ویلي، چې د هېواد په شمال کې د مخابراتي شبکو ۴۴ نوي انتنونه جوړوي.

د طالب چارواکو په وینا، دا آنتونونه به د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو په هغو سیمو کې نصب شي چې د مخابراتي شبکو خدمات نه وررسېږي.

  د اترا ادارې طالب رییس حافظ محمد ثابت نعمان وايي تراوسه، د جوزجان ولایت په قوش تېپې او درزاب ولسوالیو کې ۳ انتونونه فعال شوي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ټولو پنځو ولایتونو کې د ۴۱ آنتنونو د رغونې چارې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له نورو ولایتونو څخه هم د کمزورو مخابراتي خدماتو شکایتونه رارسېږي.

طالبان د جمهوري نظام خلاف د جګړې پرمهال د مخابراتي انتونو په الوزولو تورنیدل، خو له بیا واکمنیدو سره یې اوس د دغو انتنونو د زیاتولو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...