Homeخبرونهد بشري حقونو ۲ سازمانونه: د ښځو خلاف د طالبانو عمل د...

د بشري حقونو ۲ سازمانونه: د ښځو خلاف د طالبانو عمل د بشریت ضد جرمونه دي

تاند:( جمعه ، د جوزا ۵ مه ) د بشري حقونو دوو مخکښو مدافع ټولنو غوښتنه کړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جرمونو په توګه وڅېړل شي.

 د بښنې نړيوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د عدالت او بشري حقونو مدافعانو په یو ګډ راپور کې چې عنوان یې دی د ښځو پرضد د طالبانو جګړه ویلي دي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو کلک محدودیتونه او غیرقانوني ځپونکي اقدامات دې د بشریت پرضد د احتمالي جنایاتو په توګه وڅېړل شي.

په دې راپور کې د بښنې د نړیوال سازمان د مشرې ایګنیس کالامارد له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، افغان مېرمنې د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو قربانیانې دي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ورته تورونه رد کړي او ځانونه یې د ښځو د حقونو تر نورو ښه اعاده کوونکي بللي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده کړو، ښځې له محدودو ادارو پرته د کار، یوازې سفر کولو، ټولنیزو فعالیتونو او ان پارک ته د تلو حق نه لري.

1 COMMENT

  1. ای بی ناموسو تاسی هغه وخت چیری وی چی پر همدغه ښځو او ماشومانو بی ٥٢ او دکروز راکتونو باران ؤ تاسی هغه وخت چیری وی چی اشغالګرو د دافغانستان پر غریبو کلیوالو دشپی مرګونی چابی اچولی لغنت ستاسی بر بشری حقوقو شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...