پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

په وروستيو کلونو کې په زياته کچه افغانان خپل هېواد پرېږدي او نورو ملکونو ته مهاجرت کوي، علتونه او لاملونه خو يې ډېر دي خو تر تحول وروسته دا چاره بيخي اوج ته رسېدلې. څوک د يوې ډلې تر ګواښ لاندې دي او څوک د خېټې غم اخيستي. د ډېرو افغانانو له هغې جملې چې په دې سخته او له کړاوه ډکه لاره اروپا ته ځي يا تللي يو زه هم وم، ستونزې همدا دي چې په وطن کې خلک په معمولي چارو دومره ځورول کېږي چې دومره سختيو زغملو ته يې مجبور کړي. کاش زه کيسه ليکوال واى چې د دې لارې يو ښکلى تصوير مې درته وړاندې کړى واى، خو زه کيسه ليکوال هم نه او ليکوال هم، خو غواړم هغه څه وليکم چې په دې لاره کې پر ما تېر شوي، غواړم خپلې لېدلې کتلې خبرې درته وليکم څو په راتلونکي کې خلک چې غواړي په دې لارو راشي ترې خبر وي.
موږ به چې کلي کې وو نو چې څوک به اروپا ته لاړ کلي کې به خلکو ويل چې پلانى ډېر په اسانۍ ورسېده، پلانى څه اسان ورسېده خو هلته به په لاره کې په ده څه تېرېدل هغه صرف ده ته مالوم وو.
راځى اول دا وپېژنو چې مهاجر چاته ويلى کېږي؟
 (مهاجر/ بی کوره /آواره هغه څوک دی چې د يوې څرګندې ويرې او ګواښ له مخې تاوتريخوالي سره مخ وي او د يوه ځانګړي قوم  او نژاد، ځانګړي دين يا مليت  له مخې يا په يوه ټولنيزه- سیاسی  ډله او ګوند کې د غړيتوب  له کبله يا د يوې ځانګړې سياسي عقېدې له کبله اړ شوى وي چې له خپل هېواد څخه بهر بل هېواد کې ژوند وکړي، يعنې هغه ونشي کولاى د پورتنيو شرايطو  په لرلو سره په خپل اصلي  هېواد کې ژوند وکړي او خپل امنيت  څخه ډاډمن نه وي. يا هغه څوک چې دمربوطه هیوادتابعيت نه لري،خو بهر کې اوسېږي او نه غواړي خپل هېواد ته  ستون شي (  د آوره اوبې کوره مهاجر و د قانون ١١٩٥١ ماده ). خو ډېر نور يې بيا پورتنۍ ستونزۍ هم نه لري او لوږې غم پسې اخېستې وي، ځکه په وطن کې نه کار وي نه روزګار.
زه به کوښښ کوم چې په دې لاره کې خپلې لېدلې کتلې خبرې ډېرې لنډې وليکم چې په لوستونکو بوج نه شي، هغسې يې وليکم چې څنګه وې له ځان څخه کوم شى پکې زيات نه کړم. او هيله لرم چې وبه يې لولى. خو د دې لارې دا ټولې خبرې په يوه او دوه ليکنو کې نه کېږي، نو دا به اروپا ته د تللو يوه لړۍ وي، دا لړۍ تاسو له تاند څخه لوستلى شى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب