Homeخبرونههند د ۲ نیم زرو افغان محصلانو ویزې ځنډولي

هند د ۲ نیم زرو افغان محصلانو ویزې ځنډولي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )  د هندوستان په مختلفو پوهنتونونو کې افغان محصلان، چې اوس په افغانستان کې ایسار پاتې دي، د هندوستان لخوا د ویزو له نه ورکول کیدو شکایت لري.

دوی وایي، چې د کرونا ویروس له شدت سره افغانستان ته په رخصت تللي وو، خو وروسته د افغان نظام د سقوط له امله هند د دوی د ویزو د نوي کولو غوښتنه نه ده منلې.

هندوستان پر دغو افغان محصلانو سربېره، په خپله خاوره کې د مېشتو افغان محصلانو ویزې هم لغوه کړې وې، چې توندو نیوکو سره مخ شو.

په هندوستان کې د افغان محصلانو د حقونو د دفاع یو شمېر بنسټونو د محصلانو په پلوۍ انلاین عدالت غوښتنه پيل کړې او هندي چارواکي افغان محصلانو ته د ویزې ورکولو لپاره هڅوي.

دوی خبرداری ورکوي، چې د افغان محصلانو د ویزو ځنډ د هغوی تحصیلي فرصت او وخت ضایع کوي.

هندي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

هندوستان، چې افغانانو د پاکستان له ضده هم د ملګري په سترګه ورته کتل، د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغان خطر ځپلو د نه لاسنیوي او طالبانو سره د ژر نیږدې کیدو له امله د افغانانو په عامه ذهنیت کې متنفر شوی او د پخوا په شان په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...