یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهایران کمال خان بند ته منسوب عکسونه خپاره او د طالبانو ادعاوې...

ایران کمال خان بند ته منسوب عکسونه خپاره او د طالبانو ادعاوې رد کړې

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )   د ایران د حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا نن کمال خان بند ته منسوب یو شمېر عکسونه خپاره کړي او مدعي شوی، چې د طالبانو د څرګندونو خلاف کمال خان بند او ورته څېرمه سیندونه له پریمانه اوبو ډک دي.

د ایران دغه خبري اژانس ویلي، چې یاد شوي عکسونه له فضا څخه اخیستل شوي او څرګندوي، چې هلمند سیند پریمانه اوبه لري، خوطالبان یې ایران ته نه پریږدي.

د طالبانو چارواکو د ایران دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پرون وویل، چې افغانستان خپله د اوبو له کمښت سره مخ دی او ایران ته له هلمند سیند څخه ژمنه شوې اوبه له همدې امله نه ورکول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي ویلي، چې ایران له څلویښتو کلونو راهیسې له هلمند سیند څخه د خپل حق دوه درې برابره زیاتې اوبه اخیستي دي.

د ایران د ولسمشر مرستیال نن وویل، چې طالبانو سره د اوبو د جنجال په اړه یوه غونډه شوې، خو نور جزیات یې نه دي روښانه کړي.

څو ورځې مخکې د ایران د لوی درستیز مرستیال کابل ته په سفر راغلی و، چې ویل کیږي اصلي هدف یې د اوبو په سر پر  رامنځته شویو جنجالونو خبرې وې.

5 COMMENTS

  1. پرون متقی صاحب وویل: کمال خان بند اوبه نلري. وچ دي د دې خبرې معنی دا کیدای شي چې اوبه يي ورخوشي کړي دي. هسي نه چې سبا څوک ووایي اوبه څه شوي. ده مخکې ترمخکې خلکو ته اعلان وکړ چې اوبه نشته. نو څه شی مو ورخوشي کړې دي. په حقیقت کې اوبه باید وي. دوئ به د شلو کلونو د ایران مرستو ته مثبت ځواب وايي، دوهم ویریږي هم چې ایران کولای شي په ایران کې میشت افغانان په وسلو سمبال او په یوه ورځ کې هرات ځینې لاندې کړي. چې په دي توګه يي د جکومت پښې لړزیدلای شي. که یوځل یو ولایت ورڅخه ونیول شو بیا د تکیه کیدو نه دي. ځکه دا ځل دوئ له خلکو سره ناوړه چلند کړی دی. اوبه ولاړې بیغمه اوسئ

  2. منان
    دمتقی صاحب له وینا داسې استنباط کیدای شي چې طالبانو په پټه معامله کې د کمال خان بند اوبه هم ورخوشي کړي دي، د واک او قدرت د ساتلو له پاره به هرکار ته غاړه کیږدی. ځکه ده مخکې تر مخکې خلکو ته اعلان وکړ چې په کمال خان بند کې اوبه نشته او وچ دی. که سبا څو ورڅخه پوشتنه هم وکړي دوئ به ډیر په اساني ورته ووايي چې اوبه خو اول لا نه وي نو څه شی به مو رو ایله کول، دا خبرې درواغ دي. ویده ملت به يي هم ورسره ومني. اوبه په کمال خان بند کې شته. د هلمند په اوبو کې دا شاوخوا ۵۰ کاله ایران تر خپل حق زیاتې اوبه وړې دي. که طالب رښتیا ۴۷ هیوادونه ماتولای شي نو بیا څنګه له یوه ایرانه څخه خپل حق نه شي غوښتلای. د هلمند سیند اوبه خو پریږده چې د کمال خان اوبه يي هم ورخوشي کړي.

  3. د بلی زاوئی څخه:
    زه د طالب په خپلواکی کی کلک شکمن یم او باور لرم چی په سږمو او خولو او لاسو او پښو کی ئی همدا اوس هم د انګریز او امریکی او غرب چنګکان بند دی.
    خو سره لدی غواړم طالب ته ووایم چی:
    د نړی او سیمی حالات د ژور اوښتون په درشل کی دی. د اوکراین تر ماتی وروسته به غرب سخت کمزوری او حتی ناټو ماټو به ئی هم بل وضعیت او حالت ومومی. ډیر احتمال لری چی غربیان د خپل خښم او انتقام او غچ د اور لمبی زموږ سیمی او زموږ هیواد ته را وغځوی او امنیتی او اقتصادی او حتی اجتماعی ناورین به را منځته کړی.
    نو
    طالب که رشتیا ځان افغان او مسلمان ګڼی ( چی بیا هم د شک ځای دی ) نو همدا اوس باید د شرق او شانګهای د احتمالی ( ممکن حتمی ) پیاوړتیا او افغانستان ته ددی پیاوړتیا د ګټو د لاسته راوړلو په موخه قلم او کاغذ را واخلی او محاسبه وکړی چی آیا د اوبو د جنجال او نه حل لیاره به ګټوره وی او که د شرق د اقتصادی کمربند د ایجاد ګټه به ډیره وی چی البته ددی حساب او کتاب او تسوئی خروجی به د منلو وړ وی.
    بله دا چی زموږ ځینی وړونه ( چی د ایمان او وطن دوستی په اصالت کی ئی شک نسته ) سره لدی چی پخپلو لیکنو او تبصرو کی قرآنی آیتونه او احادیث کارَوی خو فکری او حزبی تړاؤ ئی د کلونو مخکی ټالونو کی زانګی.
    اوس سیمه ایز او نړیوال شرائط او فضا بل ډول ده.
    تلویحاً به عرض کړم چی سیاسی او فکری ادبیات هم باید ترمیم سی. د شیعه او سُنی او پښتون او تاجک او هزاره او ازبک د کلماتو کاروَنه او پر هغی باور نور هیڅ بار نلری اِلّا دا چی د انګریز او امریکی په لوبو کی همداسی د تجاهل العارف په غیږه کی ځانونه پر خوب واچوو.
    د حکمتیار او سیاف او تکفیری عناصرو د افکارو د مصرف تاریخ نور تیر دی. نن ورځ ناصبی حماس د هغه چا د مرستو په زور مبارزه کوی کوم چی تر کلونو مخکی پوری ئی د اسلام له دائری ایستلی وه.
    لږ غوندی بصیرت هم بد نه دی.

  4. غلام حضرت مې 24, 2023 At 6:38 am
    د بلی زاوئی څخه:

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب