یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا: هنګو کې ۶ تنه وژل شوي

پښتونخوا: هنګو کې ۶ تنه وژل شوي

تاند: ( سې شنبه، د جوزا دويمه) ‏‏‏‏د پښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عرفان خان له قوله راپور وايي، چې شاوخوا پنځوسو وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د MOL په نوم د تېلو او ګاز د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه ده منلی خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي وسله وال فعال دي او وخت ناوخت پر دولتي سرتېرو بریدونه کوي.

په وروستيو کې د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو د نا امنیو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي.

شنونکي باور لري، چې د دغو بریدونو تر شا د پاکستاني پوځ او استخباراتو خپلې نيابتي ډلې لاس لري.

د دوی په وینا، که داسې نه وای، په پاکستان کې د عمران خان د پلويانو د وروستیو ګډوډويو پر وخت د پاکستان د حکومت د وسله وال مخالفت مدعي ډلو ته د زياتو فعاليتونو فرصت و، چې استفاده یې تر

ې ونه کړه.

1 COMMENT

  1. د هنګو پولیسو مشر اصف بهادر نن مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه یو شمېر نامعلومه وسلوالو د ټل په منجي خیلو کې د “مول” کمپنۍ پر امنيت ګومارل شويو ساتندويانو بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ د دوو غړيو په ګډون د اېف سي شپږ سرتېري ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب