یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: ايران ۴۰ کاله هلمند سیند نه تر خپل حق دوه...

عباس ستانکزی: ايران ۴۰ کاله هلمند سیند نه تر خپل حق دوه درې برابره زياتې اوبه اخيستي

تاند: ( سې شنبه، د جوزا دويمه) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال عباس ستانکزی وایی چې ایران په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هلمند له سیند څخه تر خپل حق د دوه تر درې برابره اوبه اخیستي دي.

ستانکزي په يوه ويډيويي پيغام کې چې يوې ټلويزيوني رسنۍ ته ثبت شوی ويلي، چې طالبان په خبرو او ديپلوماسۍ له ایران سره د اوبو جنجال حلول غواړي.

هغه دا هم ومنله، چې ایران د جمهوري نظام خلاف د دوی د شل کلنې جګړې ملاتړی و او ښې اړيکې ورسره لري.

عباس ستانکزي له ایران سره د طالبانو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ويې نه ويل، چې د اضافه ورغلو اوبو په اړه به دغه هېواد سره بحث وشي کنه؟

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ایران د ولسمشر مرستيال له طالبانو سره د اوبو د جنجال د حل په اړه د یوې غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له ایران څخه وغوښتل، چې د اوبو په اړه دې د ديپلوماسۍ لاره غوره او دا موضوع دې نه سياسي او کوي.

طالبانو له ایران سره د ترسره کړې غونډې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د ایران د لوی درستیز مرستیال د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، خو طالبانو وویل چې دغه پلاوي سره پر سرحدي مساي

لو غږیدلي دي.

1 COMMENT

  1. سلامونه دوستانو وخت مو په خیر زه عباس ستانکزي ته دا وایم چې دا زیاتې اوبه ولی کلی .آیا چا ورکولی
    همسايه ملکونو ته دا ټوله پړه موږ یتیم ملت پر تاسو اوستاسو پر مخالفانو ور اچوو . آیا که په افغانستان کې جنګ نه وائی دوئ به داسې اوبه نه وائ وړی .
    دا ټوله موږ د افغانستان پر جنګسالارانو ور اچوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب