سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهحقاني: نړيوال دې اخلاقي اصول مراعات او موږ سره عادلانه تعامل وکړي

حقاني: نړيوال دې اخلاقي اصول مراعات او موږ سره عادلانه تعامل وکړي

تاند: ( سې شنبه، د جوزا دويمه) ‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین سفیر وانګ یو سره په لیدنه کې ویلي، چې نړيوال دې ورسره په تعاملاتو کې اخلاقي اصول او عدالت په پام کې ونيسي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د چین سفیر وانګ په دې لیدنه کې وویل:« چین د افغانستان په څنګ کې ولاړ دی، مونږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوه ازاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان ‏اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي. موږ په نورو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه یو، د افغانانو په مقابل کې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو.»

 حقاني په دې اړه د چین دریځ واقعبینانه وباله او ویې ویل:« ‏په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی، تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د اعتماد واقعي فضاء نه رامنځته کېږي. نورو ته په ذهن او عمل کې «شر» پالنه یو «ناروغ» سیاست دی. مونږ په ښو اړیکو باور لرو. زموږ تګلاره د تعامل او تفاهم ده، د خیر اراده لرو چې له نورو مو هم همداسې توقع ده. »

د طالبانو د اعلامیې له مخې، دواړو لورو په اسلام اباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار

وشو.

3 COMMENTS

  1. حقاني ګله،
    له يونيم زر زيات ځانمرګي دې د پاکستان په روزنه د ګاونډي په ګټه بلهاري کړل.
    د ښه تعامل هېڅوک مخالف نه دي، خو غونډه چې په تاشکند کې وشوه. له هغې غونډې پسې سملاسي پاکستان متقي اسلام اباد ته وغوښت. ايا په دې دومره لوی افغانستان کې هېڅ داسې يو مصؤون ځای نه وو چې تاسې ورسره سيده مخامخ يو په يو خبرې کړی وای. ايا د چين استازي او يا تاسې نه شوای کولی چې په دې خپله خاوره کې مو ورسره نېغ په نېغه خبرې کړی وای. متقي د بندو دروازو تر شا په اسلام اباد کې د پاکستان تر نفوذ او څارنې لاندې هغه هم د تړليو دروازو تر شا درې په درې ګوري او هلته د يو کمربند او د ايغور د مسلمانانو خبرې او ژمنې هم کيږي. ځکه د چيڼ استازي وويل چې طالبانو موږ ته ليکنې ژمنه راکړې ده، نو تاسې څنګه له نړۍ سره عادلانه تعامل غواړئ.
    ستاسې د ټولو خپلې خولې ماتې دي چې د چين له استازي سره مو پرې خبرې نه شوای کولی.
    تاسې بيا په دې هېواد کې څه ته ناست ياست او ولې د خپلواکۍ دعوې کوئ. تاسې خو خپل بکارت لا پخوا ګاونډي هېواد ته الوځولی دی، خو ښه شوه چې دا ځل مو په نړيواله کچه هم ورته ښه والوځولو. څوک چې خپل بکارت نه ساتي او د بل له ګټو يې بلهاري کوي، نو ښکاره ده چې نړيوال بيا له هغه چا سره هغسې تعامل نه کوي چې هغه د خپل بکارت او اصليت هډو خيال نه شي ساتلی.

  2. ترټولو آسانه اوعادلانه لاره داده ، چې تاسې له خپل ولس سره انساني او عادلانه چلند وکړئ . هغوی مه په تنګوئ . هغوی ته ښوونځي پرانیزئ اوتر څو چې یو انسان مشهود جرم نه وي کړی ، د بند او ځورولونه ئې خوند مه اخلئ .
    کله چې تاسو د خپل ولس نه مشروعیت ترلاسه کړ ، بیا نړیوال تاسې په رسمیت پېژني ، له تاسو سره عادلانه چلند کوي او د اقتصادی مرستې دوام پیدا کولی شي .

  3. له کومو اخلاقی اصول نه خبری کوی هماغه اصول چی دخلکو ځامن مو په جبر دی ای اس ای په اشاره اغوا کول او له هغو سره مو لواطت کاوه او بیا ای اس ای هغوی دی ته اماده کول چی افغانستان کی ځان والوزوی او بیګناه ماشومان او مسلمانان مو مړکول او اوس مو شل میلیونه افغانان تورو تیارو ته کښینولی خدا روزی ورکوی ولی تاسو پری قطع کړې ده نو په کومو اصولو له تاسو سره تعامل وشی ایا دا تعامل تاسو غواړی او که ای اس ای نور تاسو شرمیدلی یاست او د تعامل تمه ملری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب