Homeخبرونهایران: طالبانو سره د اوبو په اړه غونډه شوې

ایران: طالبانو سره د اوبو په اړه غونډه شوې

تاند: ( سې شنبه، د جوزا دويمه) ‏‏د‌ ایران د ولسمشر يوه مرستيال‏ علي سلاجقه، چې د دغه هېواد د چاپېريال ساتنې ادارې مشر هم دی، وايي طالبانو سره ېې د هلمند سیند د اوبو په اړه غونډه کړې ده.

 هغه زياته کړه، چې د ایران جمهوري ریاست خپله په دې موضوع کې ښکېل شوی او طالبانو سره یوه غونډه ترسره شوې هم ده.

ايراني چارواکي هیله ښودلې، چې د اوبو په اړه جنجال به په ديپلوماسۍ او خبرو حل شي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له ایران څخه وغوښتل، چې د اوبو په اړه دې د ديپلوماسۍ لاره غوره او دا موضوع دې نه سياسي او کوي.

طالبانو له ایران سره د ترسره کړې غونډې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د ایران د لوی درستیز مرستیال د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، خو طالبانو وویل چې دغه پلاوي سره پر سرحدي مسايلو غ

ږیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...