پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون نیږدې نېمایي استادان جلا وطنۍ ته اړ شوي

د کابل پوهنتون نیږدې نېمایي استادان جلا وطنۍ ته اړ شوي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا دویمه )  د بي بي سي یو راپور څرګندوي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د کابل پوهنتون نیږدې نېمایي استادان، چې شمېر یې شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسیږي، هېواد پریښودو ته اړ شوي.

د راپور له مخې، په دغو استادانو کې د ښکلو هنرونو له پوهنځي ۴۴، له کرنې پوهنځي ۳۲، له انجنیرۍ ۲۷، له کمپیوټر ساینس ۲۲، له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۲۱، له اروا پوهنې ۱۴، د ټولنیزو علومو له پوهنځي ۱۳ او د عامه ادارې له پوهنځي ۱۲ استادان تېرو نژدې ۲۰ میاشتو کې له افغانستانه وتلي دي.

راپور زیاتوي:(( ډېری وتلي استادان یا ماسټران وو او یا یې د دکتورا تر کچې زدکړې کړې وې. له دغو استادانو ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا، اسټرالیا ته رسېدلي او یوه کوچنۍ برخه یې ترکیې، هند او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تللې ده.))

د کابل پوهنتون ځينو سرچینو هم دغه ارقام تایید کړي.

که څه هم طالبانو ویلي، چې د جلا وطنه شویو پوهنتوني استادانو د تشې ډکولو هڅه یې پیل کړې، خو څارونکي دا تشه ډکیدل په نیږدې راتلونکي کې نا ممکن بولي.

په تحصیلي نظام کې د طالبانو مداخله، له استادانو سره د فکري او سلیقوي توپيرونو له امله ناسم چلند او د هېواد بې باوره فضا د ډېرو افغانانو په شان د پوهنتون استادانو د جلا وطنۍ له اصلي لاملونو یاد شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب