پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندهار د طب ښځینه استادانو او محصلانو ته د زده...

طالبانو د کندهار د طب ښځینه استادانو او محصلانو ته د زده کړو اجازه ورکړه

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲مه) په کندهار کې د طالبانو د حکومت د روغتیا ریاست په یوه مهم اقدام کې د طبي علومو د دولتي انستیتیوت له ټولو ښځینه استادانو او محصلانو وغوښتل چې کار او ټولګیو ته حاضرې شي.

راپورونه وايي چې د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له مسوولانو سره په غونډه کې موافقه وکړه چې د طب برخې ټولو ښځینه استادانو او محصلانو ته د تدریس او زده کړو اجازه ورکړل شي.

د دواړو خواوو په خبرو کې، چې د راپورونو له مخې، دوې ورځې یې دوام وکړ، د خصوصي پوهنتونونو د طب د پوهنځیو د ښځینه استادانو او محصلانو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

تر دې څو ورځې وړاندې د هرات د نجونو یو شمېر لېسو ته اجازه ورکړل شوه چې له شاوخوا دوو کلونو وروسته پرانیستل شي.

طالبانو له واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړه په ښوونځیو کې ودروله او سږ کال یې پوهنتونونو ته هم د نجونو تګ منع کړ. دې ډول اقداماتو په داخل او خارج کې د طالبانو د څېرې او شهرت له خرابیدو سره لوی لاس کړی دی.

خو په هرات او کندهار کې د نجونو د زده کړو لپاره د دوی اقدامات، که څه هم ابتدايي او خورا محدود دي، یو لوی پرمختګ ګڼل کېدای شي او دا هیله ورسره زیاتیږي چې طالبان به په تدریج په نورو برخو کې هم د هیواد ټولو نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

1 COMMENT

  1. دا خو ډیره د زيري او خوشالي خبره ده نن شپه به زه بی غمه خوب وکړم امید دی چې دا جاهلان د افغانستان په سلګونو کالونو ځورول شویو ، رټلیو او لکه د غلام په دود خرڅ شویو ښځو ته خپل دتعلیم حقوق ورکړي ! هیڅ منطقي او حقوقي بله لاره نشته بې له ازادي د تعلیم او پوهې لپاره ! ښځه انسان ده او دتکامل غوره نیمایې برخه ده ظلم پرې ناروا غیر انساني کار دی چې ازاد انسانان به یې هیڅ وخت قبوله نکړي !!
    بیا هم مننه لاړې مې تیرې شوې !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب