۱۲مه برخه
ایا طالبان د القاعدې قرباني شول او ګه د خپلو تېروتنو؟
په افغانستان کې د ښي اړخو او کيڼ اړخو بنسټپالو بنسټ هغه مهال کېښودل شو چې د دموکراسۍ په لسيزه کې يو شمېر نا رسمي ګوندونه مينځته راغلل ولې کله چې دوی واک ته ورسېدل، په بېلابېلو بڼو يې د خپلې بنسټپالنې عقده د خلکو په ځورولو، وهلو، وژلو، زنداني کولو… وپاللـه او په هېواد کې لويو غميزو ته لاره پرانسته.
طالبانو هم پخپل واک کې دا ډول بنسټپالنې ته لاره اواره کړه. دوی په سر کې بهرنۍ ملاتړ هم ترلاسه کړ، د دې لپاره چې پاکستان خپلو شومو هېلو ته ورسېږي. دوی لومړۍ سعودي عربستان دې ته وهڅوه چې طالبان د سوني مسلمانانو په توګه کولی شي چې د خپل واک په مهال د ايران په پرتله له سعودي عربستان سره ښې اړيکې وپالي.
همدا راز سعودي عربستان بيا د امريکا متحده ايالاتو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو ځواک د دې وړتيا لري چې د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
همدا لامل وه چې امريکا ډېر ځله د طالبانو په يو شمېر کړو وړو سترګې پټولې او داسې ګڼله چې د عربستان په څېر بايد له دوی سره هم ورته چلن وشي.
پدې اړه مېرمن رافيل پداسې حال کې چې د افغانستان ډېره خاوره د طالبانو په ولکه کې وه ملګرو ملتو ته په يوې ځانګړې غونډه کې وويل:
طالبان افغانان دي او بيا ګڼ شمېر پښتانه دي، دوی کولی شي چې په افغانستان کې جګړه کابو کړي.
ډېری امريکايان او يو شمېر اروپايي هېوادونه په دې اند ول چې طالبان ښايي په راتلونکې کې د عربستان په څېر چلن ولري.
د دې پېښو بل اړخ ته بيا د عربستان پر وړاندې ايران ولاړ و. او د امريکا پر وړاندې بيا د روسيې هېواد خپلې ګټې درلودې. د طالبانو پر مختګ يې د مينځنۍ اسيا هېوادونو ته يو ستر ګواښ ګاڼه.
د طالبانو په تړاو يادې څرګندونې ټولې سياسي وې، ولې کوم څه چې د ښځو او بشري حقوقو، د ږيرو د خرېيلو، حجاب، ډله ييزو خپرونو، د ډموکراسۍ او مدني ټولنو په تړاو چې کومې پرېکړې د طالبانو لخوا عملي کېدې نړۍ ته د غندلو وړ وې.
ډېرو داسې ګڼله چې مذهبي بنستپالنه په نړۍ کې اوږد تاريخ لري چې په بېلابېلو بڼو ان تر طالبانو پورې رسېږي. مسيحي پروتستانو هم بنسټپالنه پخپلو ټولنو کې دود کړې وه.
يو شمېر ديني او مذهبي پوهانو مذهب له سياست څخه بېل نه ګاڼه، يو شمېر څېړونکو، طالبان نه يوازې د مسيحي پروتستانو په څېر بنسټپاله ګڼل بلکې دوی ته يې «سنت ګرا» او دود پال هم ويل.
په پاکستان کې يوه امريکايي سفير «روبت روکلی» طالبان د کور کلی وروسته پاتې کسان وبلل. ده په ۱۹۹۶ کال د نوامبر په ۶ شپږمه نېټه د يوه سيمينار په ترڅ کې د طالبانو له سخت دريځۍ نه شکايت وکړ، ولې دا يې هم وويل چې طالبانو بنسټپالنه څومره په زيان او څومره ګټوره ده؟ چې لا تر اوسه په بشپړه توګه سپينه شوې نده!؟
خو مارتين کريجير Matin Krygier د دوديز پالنې او بنسټپالنې په تړاو درې توکو ته ګوته نيولې وه.
يو هغه بنسټپالنه ده چې له تېرو دودونو سره تړاو لري.
دويم هغه دي چې سرچينه يې له تېرو سره په تړاو کې ده ولې درېدلې نده، بلکې د واک او ژوند لپاره خپل پلويان لري.
دريم: دوديز پالنه په دې مانا نده چې چې يوازې له تېرو را پاتې ده، بلکې راتلونکو نسلونو ته به هم ځان رسوي.
د طالبانو د بنسټپالنې هڅې چې پردۍ ښځې يې په بازارو کې ډبولې، دې هېڅکله کومه دوديزه بڼه نه درلوده ، بلکې دوی د مطلق العنان په توګه عمل کاوه.
دغه ډول چلن ته «توتالتاريالسيم» چې سرچينه يې د اېټالې نه را پيلېږي ويل کېږي، ولې د دغې سياسي اصطلاح موخه «مطلق العناني» ده ، لکه څرنګه چې الماني نازيانو او د روسيې ستالينستانو د هغو هېوادونو ولس يرغمل کړی و.
يو ټولنپوه «هانا ارندت» وايي: که چېرې قانون د يوه عادل نظام د ټينګښت بنسټ وي او يا ناقانونوالی د زور زياتي لامل وي، نو ويلی شو چې د ظلم او تېري ستره سرچينه د خپل واک او ځواک لپاره ترور او وژنه ده.»
طالبانو د خپلې بنسټپالنې يو څرګند انځور هغه مهال وښود چې په ټول هېواد په تېره کابل کې د مولوي کمال الدين د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په سپارښتنه ډېرې مېرمنې تر ګواښ لاندې ونيولې او په لښتو يې وډبولې او ډېر هغه کسان يې بې عزته کړل چې ږيره به يې له ټاکلې اندازې وړه وه.
د طالبانو د سياسي چلن تر شا آی – اس – آی و، او د مذهبي کړو وړو تر شا يو شمېر کسان او يو شمېر کړۍ په سر کې د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وه چې د طالبانو بنسټپالنې ته يې دومره لمن ووهله چې طالبانو ان د باميانو بتان په بمونو والوځول.
احمد رشيد، د پاکستان د چارو شنونکی انګېري چې:
طالبان نه يوازې له I.S.I سره پيوند لري بلکې د جمعيت علمای اسلام او د بوټو دولت له مافيايي سازمان سره هم تړاو درلود…»
د طالبانو د دغې بنسټپالنې يو بل لوری هغه بهرني بنسټپال وه چې د «ريچارد مکنزي» په اند امريکا او متحدينو يې د شوروي اتحاد د ځپلو لپاره سيمې په تېره پاکستان ته له بېلابېلو لارو را رسولي ول چې موږ په دغه لړ کې د القاعدې غړي د ساري په توګه يادولی شو، چې مشر يې اسامه بن لادن وه.
د سپتمبر ۱۱ نېټه،
او د طالبانو برخليک
سياست کله کله، دومره خوږ شي چې د يوې سياسي لارې پلويان پخپل ورور باور نشي کولای، خو پخپل سياسي ملګري ډېر ډاډمن وي، او کله کله سياست دومره تريخ شي چې د دوه نږدې ملګرو لارې بېلوي.
بيا هم شهزاده ترکي الفيصل او اسامه بن لادن يادوم چې نه يوازې د دوی دوستي کاواکه شوه بلکې د پلرونو دوستي يې هم ولړزوله. نو ځکه خو ترکي کندهار ته لاړ او له ملامحمدعمر نه يې وغوښتل چې اسامه ور وسپاري.
ملاعمر هم ورسره ومنله خو په دې ټينګار وکړ چې د عربستان او افغانستان ديني عالمان د ده د سپارلو پرېکړه وکړي. « جيسن برک » پدې تړاو کښلي دي چې ترکي الفيصل له دوه جېټ الوتکو سره د کندهار په هوايي ډګر کې راښکته شو.
«په يوې الوتکه کې شهزاده ترکي او په بله کې کومنډوګان ول. ملاعمر د خوست د بريد له امله له فيصل سره د کړې ژمنې له بابته واووښت. الفيصل ورته وويل: هغه مرستې دې په زړه کړه چې عربستان له امارت سره کړې دي. ملا عمر دې خبرې لا وترهوه او په ترکي يې تور پورې کړ چې امريکې ته خذمت کوي. شهزاده فيصل تش لاسونه بېرته عربستان ته ستون شو…»[1]
سعودي عربستان، امريکا او د امريکا متحدين هغسې هم د اسامه بن لادن او په ټوله کې د القاعدې په وروستيو بريدونو ډېر خواشيني ول، نو ځکه يې بن لادن نشو بښلی، چې ځنې بېلګې يې داسې دي:
۱- بن لادن په ۱۹۹۱ ز کال د دې لپاره چې د حکمتيار، رباني او مسعود تر مينځ روغه جوړه وکړي پاکستان ته لاړ، خو پرته له کومې پايلې د دې لپاره چې سعودي عربستان ته لاړ شي له خپلې کورنۍ سره سوډان ته لاړ، حسن ترابي نه يوازې د بن لادن هرکلی وکړ بلکې د ټولو بنسټپالو اسلامي جنګياليو لپاره يې د خپل هېواد ور پرانست.
ده په سوډان کې له يوې خوا د رغاونې کارونه کول او له بلې خوا يې په يو شمېر هېوادونو کې چاودنو ته لار پرانسته.
د بوزنيا د مسلمانانو په ملاتړ يې د سربانو پر وړاندې په عيسويانو بريدونه پيل کړل، همدا راز په نيو يارک، فلپاين، اردن، يمن، تاجکستان، مصر، د سومالي په مګه ديشو او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې، د «برک» په اند په لسګونو لويې او وړې چاودنې وکړې.
۲- د امريکې هېواد سوډان ته ګواښ وکړ چې اسامه له خپل هېواد نه وباسي. بن لادن له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې له خپلو ټولو امکاناتو د القاعدې د ودې او پرمختګ لپاره کار وکړ.
د همدې وېرې له مخې امريکې خپل سفارت په ۱۹۹۶ کال په فبروري کې د هغه هېواد په پلازمېنې خرطوم کې وتاړه. عربستان، مصر او يو شمېر نور اسلامي هېوادونه هم د سوډان له حکومت سره ستونزې پيدا کړې.
سوډان دې ته غاړه کېښوده چې اسامه عربستان ته وسپاري، ولې هغو دا و نه منله.
۳- بن لادن له دې وېرې چې ښايي په سوډان کې ووژل شي، ده په افغانستان کې له يو شمېر تنظيمي مشرانو سره خبرې پيل کړې.
همدا لامل و چې مولوي ساز نور (د سياف له تنظيم څخه)، انجينر محمود (د حکمتيار له تنظيم نه) او فضل حق مجاهد د (مولوي خالص له تنظيم) نه ورته بلنه ورکړه چې افغانستان ته کډه شي.
له دې سربېره برهان الدين رباني هم ورسره غږېدلی وه چې له خرطوم نه افغانستان ته راشي. اسامه بن لادن د رباني له يوه پلاوي سره له ليدلو وروسته په ۱۹۹۶ کال د مې په ۱۸ نېټه په دوه الوتکو کې چې د کورنۍ غړي او د ده ساتونکي ول د جلال اباد په هوايي ډګر کې ښکته شول.
ده په افغانستان کې يو ځل بيا د القاعدې غړي منظم کړل او د اګست په ۲۳ نېټې (۱۹۹۶ ز کال) په توره بوړه کې يوه اعلاميه خپره کړه چې په څرګنده يې د امريکې او اسرائيلو پر وړاندې جهاد اعلان کړ.
ده په ۱۹۹۶ کال د نوامبر په مياشت کې په لندن کې يوې خپرېدونکې رسانۍ سره چې «القدس عربي» نومېده د هغې له چلوونکي عبدالباري اتوان سره وکړه.
نوموړي څومياشتې وروسته د مارچ په مياشت کې (۱۹۹۷ ز کال) يوه بله مرکه د امريکې له يوه نړيوال ټلوېزيون (سي ان ان) سره وکړه. پدې مرکه کې په سعودي عربستان تور ولګوه چې له امريکې سره دوستي د اسلام پر ضد عمل دی.
۴- اسامه بن لادن دغه ډول څرګندونې په سعودي کې نشوې کولی، خو افغان چارواکي ورته پټه خوله وه. برهان الدين رباني ده ته د بشپړ ساتنې ډاډ ورکړی و. ان تر دې چې ده ته يې افغان پاسپورت هم ورکړی وه.
طالبان چې کله واک ته ورسېدل، په لومړي سر کې بن لادن ډېر ورخطا و، ځکه چې د وهابيانو، ديوبنديانو او سلفيانو تر مينځ مذهبي اختلاف شتون درلود. طالبانو ديوبندي ريښه درلوده. ولې دا چې اسامه بن لادن له يوې خوا دپيسو څښتن و او له بلې خوا د وسلو.
طالبانو د جلال اباد له نيولو وروسته کوښښ وکړ چې د بن لادن له پوځي او اقتصادي ځواک نه استفاده وکړي.
ملامحمد عمر ۱۹۹۷ کال له ده نه وغوښتل چې کندهار ته راشي، ده لومړی په کابل کې له ملا رباني سره وليدل، او بيا کندهار ته لاړ.
ده خپل ځواکونه په وسلو سنبال کړي ول چې له طالبانو سره مرسته وکړي، نو همدا لامل و چې دی به ننګرهار، پکتيا او د هېواد نورو سيمو ته تله او راتله کول او ان دا چې په ۱۹۹۹ کال مزار ته هم سفر وکړ.
بن لادن، لکه د سوډان په څېر په افغانستان کې هم د مدرسو او جوماتونو په جوړولو لاس پورې کړ. ولې کوم اختلاف چې له ده سره په خرطون کې و په افغانستان کې هم له داسې غبرګون سره مخ وه، هغه ځکه چې طالب ديوبنديانو د جهاد خپل تعريف درلود.
خو سلفيانو چې د وهابيت يو څه مذهبي توکي هم ورسره ګډ وو نړيوال په سر کې امريکې ته ګواښ کوه چې خپل پوځونه له اسلامي هېوادو په سر کې له سعودي عربستان نه وباسي.
۵- بن لادن او د القاعدې غړو د کمپونو په جوړولو لاسپورې کړ، او په ۱۹۹۸ ز کال يې د فبروري په ۲۳ نېټه د البدر په کمپ کې د يوه نړيوال اسلامي کنفرانس تابيه وکړه، د يو شمېر اسلامي هېوادونو استازو ومنله چې له بن لادن سره په يوه خوله دي چې د امريکايانو په اډو بريدونه وکړي.
ولې يو شمېر استازو ورسره د کنفرانس پرېکړه ليک لاسليک نکړ، عمر بکري محمد چې په برېتانيا کې د کډوالو مشر وو، وړانديز وکړ «جيش محمدي» په نوم بايد يو نړيوال اسلامي پوځ جوړ شي او له بېلابېلو دښمنو حکومتونو سره وجنګېږي.
د پاکستان د لشکر طيبه مشر حافظ محمد سعيد، وويل: غوره به وي چې جهاد لومړی بايد له نږدې کاپرانو سره وشي، چې د ده موخه د کشمير په سر له هند سره جهاد و.
مولانا مسعود اظهر چې کندهار ته يې د هند يوه الوتکه را تښتولې وه، له خلاصېدو وروسته يې اسلامي کنفرانس غړو ته وويل:
زه داسې مجاهدين غواړم چې د کشمير د آذادۍ لپاره د هند پر وړاندې وجنګېږي.
شيخ ابو حمزه المصري د بن لادن د خبرو پخلی وکړ خو دايې هم زياته کړه چې موږ بايد ړومبی له واکمنو رژيمونو سره جګړه وکړو.
ظواهري بيا په دې اند و چې زموږ لومړی هدف بايد په امريکا او اسرائيلو بريدونه وي.
۶- د داسې يو نړيوال اسلامي کنفرانس جوړول د بن لادن لپاره يو ستر بری و، چې د کنفرانس په پای کې د يوې نړيوالې اسلامي جبهې د جوړېدو پرېکړه اعلان کړه.
دغه اعلاميه د القاعدې امير ظواهري، اسامه بن لادن، د مصر د اسلامي جهاد مشر اقا محمد طاهر، د مصر د اسلامي جمعيت مير حمزه، د پاکستان د جمعيت العلماء مشر فضل الرحمن او يو شمېر نورو لاسليک کړه.
له يوې خوا د اسامه بن لادن پر لپسې اعلاميې وې، اسلامي کنفرانس او امريکې ته ګواښونه وو، او له بلې خوا د کينيا په پلازمېنې نايروبي کې (۱۹۹۸ ز کال د اګسټ ۷ نېټه) او د تانزنیا په مرکز دارالسلام کې د امريکا په سفارتونو باندې خونړۍ چاودنې وې چې د امريکا د متحده ايالاتو غوسه يې راوپاروله.
(U.S.embassy bombing) د امريکې هېواد د کسات اخستلو لپاره د اګست په (۲۰) نېټه (۱۹۹۸ کال) د عرب له سمندرګي نه د البدر کمپ تر اور لاندې ونيو او اعلان يې وکړ چې زموږ موخه د بن لادن د ترهګريزو مرکزونو له مينځه وړل دي.
امريکا داسې ګڼلې وه چې طالبان به د سوډان په څېر اسامه يا له هېواده وشړي او يا به يې هڅې کابو کړي، ولې بر خلاف ملاعمر له پخوا نه زيات په لادن باندې ټينګ ودرېد.
پاکستانېیو په سرکې محمد احمد داې اس اې مشردا د ملا عمر تېر وتنه وبلله چې د يوه نالوستي سياست مداره په توګه يې افغانستان دبدمرغۍ کندې ته وغورځوه.
د نيو يارک تايمز د يوې څرګندونې له مخې په ډاګه شوې ده چې ۲۰۰۱ له سپتمبر نه دمخه لس زره جنګيالي د القاعده په کمپونو کې روزل شوي ول، چې په دې کې د القاعدې اصلي غړي د درې سوه تنو په شاوخوا کې وو.
افغانستان عملا د ترورستانو مرکز و، چې په دې کې د چيچينيا، د پاکستان حرکت المجاهدين، د ازبکستان اسلامي حرکت، تاجکي اسلامپالي، عربان، د چين بنسټپالي او همدا راز د پاکستان نورې وسلوالې ډلې چې د پاکستان د آي اس آی لخوا را لېږل شوې ول د يادولو وړ دي چې موږ سپاه صحابه او لشکر طيبه، د پنجاب د مدرسو په شمول د ساري په توګه يادولی شو.
د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په ۱۱ نېټه «۱۹» نونس ترهګرو چې «۱۵» تنو يې د عربستان تابعيت درلود، د نيو يارک په نړيوال سوداګريز پلاز د الوتکو دوه غبرګوني او مرګوني بريدونه وکړل… دريمه مسافر وړونکې الوتکه دملي دفاع وزارت (پنټاګن) په ماڼۍ وجنګول شوه. څلورمه الوتکه چې ښايي موخه به يې سپينه ماڼۍ وه هدف ته و نه رسېده، په ځمکه پرېوته.
د نيو يارک په هغو هسکو او دنګو غبرګونو ماڼيو کې، چې د سربو په څېر ويلې شوې درې زره وګړي پکې لولپه شول.
پدې بريد سره له يوې خوا د امريکا متحده ايالاتو له غرور نه ډکه دب دبه پر ځمکه را برېوته او له بلې خوا ورته په ميلونونه ډالره زيان واوښت.
د امريکې چارواکو، پدې لړ کې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول د حکومت په استازيتوب څرګنده کړه چې په دې پېښو کې د القاعدې ترهګرو په سر کې د اسامه بن لادن لاس دی.
د امريکې کانګرس په خپلې بېړنۍ غونډه کې د سپتمبر په ۱۴ نېټه پرېکړه وکړه چې ولسمشر د پېښې په تړاو ترهګر په ګوته کړي او وې ځپي.
کانګرس چې د غوڅ ځواب پلوی و، نو ځکه خو جارج بوش د کانګرس په غونډه کې د سپتمبر په ۲۰ نېټه په بن لادن تور پورې کړ چې دی په دغو پېښو کې ګرم دی. نو بيا يې طالبانو ته ګواښ وکړ چې د القاعدې غړي ور وسپاري او ټول تروريستي کمپونه وتړي.
د ناټو غړو هېوادونو هم ټټر وواهه چې له امريکې سره هرې مرستې ته چمتو دي.
ملا عمر نه يوازې په دې پېښې کومه خواشيني و نه ښوده بلکې په ډاګه يې وويل: که امريکا غواړي چې تروريزم پايته ورسوي، غوره ده چې له خليج نه خپل ځواکونه وباسي او له فلسطين سره بې پرې چلن وکړي.
بيا هم په کندهار کې د طالبانو لخوا د ديني عالمانو زر کسيزه جرګه جوړه شوه او سپارښتنه يې وکړه چې اسامه بن لادن بايد وهڅول شي چې پخپله خوښه له افغانستان نه ووځي.
د پاکستان يو شمېر ملايان په دې لړ کې د پېښور د صدر جومات ملا امام مولوي حسن جان چې ملا عمر ورته ډېر درناوی درلود، په ډېرې غوسې دغه پرېکړه وغندله او ملا عمر ته يې ځواب ولېږه: «بلا دې په ډې ړندې سترګه شه ولې ډارېږې موږ درسره يو.» همدغسې مولانا فضل الرحمن او مولوي سميع الحق هم ورته غبرګون وښود.
خو سعودي عربستان چې د طالبانو يو ملاتړی هېواد و د سپتمبر په ۲۶ نېټه د طالبانو چارواکي تورن وګڼل چې پخپله خاوره کې ترورستان روزي.
د طالبانو مخا لفې سياسي ټلوالې د رباني په مشرۍ لا د مخه له روسيې نه غوښتي ول چې له دوی سره پوځي مرسته وکړي او سياف هم څرګنده کړه چې رباني حق لري چې له هر هېواد نه مرسته ترلاسه کړي.
کله چې ټلوالې دا خبرتيا ترلاسه کړه (ځکه چې ازبکستان کې الوتکې ځای پر ځای وې) چې امريکا د بريد نيت لري نو خپل ملاتړ يې په ډاګه کړ.
د دې په څنګ کې د پخواني پاچا په نوم هم هڅې چټکې شوې نو په همدې بنسټ رباني يو پلاوی روم ته واستوه ، چې يوه ګډه پوځي شورا را مينځته کړي.
طالبانو داسې ګڼلې وه چې پاکستان به له دوی سره مرسته وکړي، ولې هغو د دوی د ځپلو لپاره خپل هوايي ډګرونه او د هند سمندرګي حريم د امريکې ځواکونو په واک کې ورکړ.
د اکتوبر په (۷) نېټه د يکشنبې ورځ د شپې ۹ بجې پنځوس (۵۰) کروز توغندي چې د امريکې لخوا په ازبکستان کې ځای پر ځای شوي وه، په کابل او کندهار وورول.
جورج بوش له تيري نه د مخه د بريد اعلان وکړ او دېرش (۳۰) دقيقې وروسته د برېتانيا صدراعظم توني بلېر د ملاتړ اعلان وکړ.
پرته له ايران نه د نړۍ ټولو هېوادونو په تېره لوېديځوالو خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
د امريکې په دغه بريد سره د معجزو وطن يوه بله معجزه جوړه کړه، او ملا عمر له يوه موټرسيکل او له يوه کلشينکوف سره له کندهاره ووت. (پاې )
[1] – برک جيسن، د القاعده کتاب ليکوال… نيو يآرک ۱۷۴.