شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره

پاکستان د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه) وویل چې د دغه هیواد د صدراعظم شهباز شریف له لوري اصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ګومارل شوی دی.

ښاغلی درانی د محمدصادق خان ځای نیسي چې د تیر لمریز کال په حوت کې یې له دندې استعفا ورکړه او ویل کېږي چې ډیر تجربه کار دیپلومات و.

د اصف دراني په اړه هم ویل کېږي چې اوږده کاري تجربه لري.

وروسته له دې چې په کابل کې د پاکستان وروستی سفیر منصور احمد خان د وایسرای وزمه حرکاتو په خاطر د افغانانو له انتقادونو سره مخامخ شو، طالب چارواکو پرې یو لړ محدودیتونه ولګول او دا کار د دې سبب شو چې پاکستان افغانستان ته بل سفیر راونه لیږي.

حاضردمه په کابل کې د پاکستان تر ټولو لوړ دیپلومات د دغه سفارت شارژدافېر عبدالرحمان نظامي دی. نوموړی هم له ټاکل کېدو وروسته ډیره موده په دې پلمه چې پر ده ناکامه مرګونې حمله شوې ده، په په اسلام اباد کې تیره کړې ده.

خو په همدې منځ کې محمد صادق خان د منصوراحمد خان په شان چلند نه کاوه، بلکې افغانستان ته یې د یوه خپلواک هیواد په سترګه کتل.

اصف دراني تر دې وړاندې په ایران او متحده عربي اماراتو کې د جګپوړي دیپلومات په توګه کار کړی دی.

1 COMMENT

  1. د دغه مضمون عنوان سمول غواړي. د دغه مضمون عنوان باید داسې ولیکل سي ” پنجاب د خپلې پنځمې صوبه د چارو د سمون لپاره اصف دراني دګورنر جنرال په صفت وټاکي”. که د ناټو او امریکا په ټانک راغلي جمهوریتان د ارتجاع او اشغال لاسپوڅي وو، نو د پنجاب په ټانک راغلي هیبتې او حقاني ځناور هم د بخښنې وړ ندي.
    ااروښاد ګل پاچا الفت صاحب فرمایې:
    نه ومه خبر پرده مې لږه غوندي جیګه کړه
    ندي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي
    زه یې په لیدلو او ویلو ګنا ه کار شومه
    نور یې په کولو نې ښاغلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب