Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: ۱۵ میلیونه افغانان خوندي خوړو ته لاسرسی نه...

د خوړو نړیوال سازمان: ۱۵ میلیونه افغانان خوندي خوړو ته لاسرسی نه لري

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه )  د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه تنه د خوړو له شدېدې نا امنۍ سره مخ دي.

د دغه پروګرام مسوولان وايي، له دې منځه ۲ اعشاریه ۸ مېلیون کسان یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول فلیپ کروف وايي:«دم‌ګړۍ، داسې پتېل کېږي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه کسان د خوړو له شدېدې نا امنۍ سره مخ دي. له دې منځه ۲ اعشاریه ۸ مېلیونه یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام او شریکان یې پر دې بریالي شول چې، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۲۳ میلیونه کسانو ته خوراکي مرستې ورسوي. له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې زموږ مرستو په افغانستان کې له یوه انساني ناورینه مخنیوی کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د مرستو له اړتیا زیاتیدو سره، د طالب رژیم د افراطي پریکړو او نړیوالې نارضایتۍ له امله افغانستان سره د نړیوالو د مرستو سطحه را ښکته شوې ده.

د طالبانو چارواکي د فقر او اقتصادي ناورین ستونزې تاییدوي، خو د نړیوالو مرستندویانو په چارو کې لاسوهنه ردوي او برعکس نړیوال د بشري مرستو په رسولو کې په سیاسي چلند تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...