تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۸ مه ) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، د دوی د رژیم له لوري پر نجونو د زده کړو لګولو بندیزونو ته نوې توجیه وړاندې کړې ده.
هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د دغو زده کړو خنډ نه دي، خو په اسلامي اصولو د دغو زده کړو عیارول غواړي.
شاهین، چې د ځینو راپورونو له مخې، خپلې لوڼې یې په قطر کې زده کړې کوي، نه دي ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو د بهیر کوم اړخ غیر اسلامي و؟
د ده په وینا، د نجونو د زده کړو په اړه د نړیوالو شرایط دوی ته د منلو وړ نه دي.
ښاغلي شاهین نه دي روښانه کړي، چې نړیوالو کله او څه ډول د نجونو د زده کړو په اړه دوی ته شرایط وړاندې کړي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.
دوی د خپل دغه کار د توجیه لپاره د افغان دیني عالمانو مناظرو ته هم غاړه نه ده ایښې.
د طالبانو یوه لویه برخه مشران، چې په غونډو او رسنیو کې غږیږي، د نجونو د زده کړو د ځنډ مخالفت څرګندوي او د ژر پيل غوښتنه یې کوي.
د دوی منتقدین حیراني ښيي، چې د نجونو د زده کړو د ځنډ پریکړه بیا ولې او چا کړې، چې خپله طالب مشران یې هم د بیرته پيل غوښتنې د رسنیو له لارې کوي.
تازه، د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ځانګړي استازي آصف دراني ادعا کړې، چې افغانستان یوه محافظه کاره او قبیلوي ټولنه ده.
د طالبانو او پاکستان د اړیکو منتقدان شک لري، چې د طالبانو له لوري د نجونو د مخالفت د پریکړې اصلي سرچینه پاکستان ده او دغه هېواد د طالبانو په لاس د افغانانو د قبایلي او غیر متمدن ښودلو هڅې کوي، چې په دې ډول پر افغانستان د خپلو مدرسو د ملایانو واکمني توجیه او افغانستان شاته بوځي.
طولبان دواسی دو لکه فاحشی دو فاکستون پوجیانو لپاره دو خپول ناموسونو هم تیر دو