شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ناسا متخصصان د ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه معلومات ورکوي

د ناسا متخصصان د ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه معلومات ورکوي

تاند- د الوتونکو رکیبیو په اړه له څو لسیزو راهیسې خبرې کیږي او په ځلونو رسنیو د هغو تصویرونه خپاره کړي خو تر اوسه پورې دا موضوع ډیره جدي نه وه انګېرل شوې او حتي ډیرو وهم و ګومان بلله.

ناسا یوه ډله متخصصان ګومارلي چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسي په اسمان او سمندرونو کې د ناپېژاندو اجرامو په اړه پلټنه کوي.

ټاکل شوې ده چې ناسا د الوتونکو رکیبیو یا ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه یوه عمومي غونډه دایره کړي.

تمه کېږي چې د ناسا غونډه تر څلور ساعته زیات دوام وکړي او دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره د ناپېژاندو الوتونکو شیانو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.

د ناسا له لوري څېړنو ته ګومارل شوې ډله، د پینتاګون تحقیقاتي ټیمونه او د امریکا د فدرال هوايي چلند اداره به د هغه څه په اړه، چې پخوا الوتونکې رکیبۍ او اوس ناپېژاند شیان نومول کېږي، د خپلو پلټنو په اړه وروستي معلومات وړاندې کړي.

په دې پلټنو کې د خپلواکو څېړونکو ګډون د ناپېژاندو شیانو د ادعاوو په اړه شکونه لا ډیر کمولی شي.

ناسا پخوا ویلي و چې داسې هیڅ سند او شواهد نه شته چې په مځکه کې د کومې بلې کُرې یا سیارې د کوم مخلوق شتون تایید کړي.

خو اوس څېړونکي وايي چې ناسا د ناپېژاندو الوتونکو شیانو په اړه نژدې ۸۰۰ راپورونه ترلاسه کړي دي.

دغو شیانو ته (یو آی پي) یعني هغه غیرمعمول شیان چې نه الوتکې ګڼل کېږي او نه د انسان په لاس نور جوړ شوي شیان.

په پام کې ده چې د ناسا پلټونکې ډله خپل نهايي راپور سږ کال خپور کړي خو په دې اړه لومړنۍ علني غونډه به یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب