شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه کاناډا کې د لګېدلي اور لوګیو د نیویارک اسمان پوښلی

په کاناډا کې د لګېدلي اور لوګیو د نیویارک اسمان پوښلی

تاند(چهارشنبې، د جوزا ۱۷مه) د کاناډا په ځنګلونو کې د لګېدلي اور له کبله د دغه هیواد د ځینو ښارونو او د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو د ستر ښار نیویارک هوا په بې ساري ډول ککړه شوې ده.

د امریکا حکومت د هوا د څرنګوالي ادارې (AirNow) نن (سې شنبې) پر خپله ویبپاڼه د نیویارک ښار عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې په دغه ښار کې د هوا خرابوالی نن ۱۵۰ درجو ته ورسید چې دا خورا بد وضعیت ښيي.

د دې ادارې په وینا دې حد ته د هوا د خرابوالي رسیدا د ټولو خلکو د روغتیا لپاره ناوړه دی.

د نیویارک چارواکو له خلکو غوښتي چې تروسه وسه له کورونو ونه وځي. د دوی په وینا دا ډول هوا په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې تنفسي یا د زړه ناروغۍ لري ډیره خطرناکه ده.

لکه څرنګه چې په عکس کې لیدل کېږي په نیویارک کې لمر لوګي پوښلی دی.

پر نیویارک سربېره د امریکا په مینسوتا، د میشګان په ځینو برخو، نیوانګلنډ او ویسکانسن کې هم هوا ناوړه بللې شوې ده.

د کاناډا په ځنګلونو کې اورلګېدا تر ټولو پراخه او ناوړه پېښه بلل شوې او اټکل کېږي چې تر اګست پورې به دوام وکړي.

د دوشنبې په ورځ کاناډايي چارواکو وویل چې شاوخوا ۴۱۳ ځایه اور لګېدلی چې له کله یې شاوخوا ۲۶ زره تنه له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د کاناډا د حکومت چارواکو تېره اوونۍ وویل چې په دې اور کې ۶ میلیونه او ۷ سوه زره ایکړه ځنګلونه سوځېدلي دي.

1 COMMENT

  1. امریکایانو او انګریزانو او بیا کاناډا هم په افغانانو رڼا ورځ توره شپه کړه وو ځکه کله چې په افغانستان کې ۱۹۹۰ کالو کې کورنۍ جګړی وي کابل ښاریانو او ځینو ولایتونو کې باروتو لوګي به پورته کیدل چې همدې بد حالت افغانانو ته ذهني او رواني تکلیفونه پیدا کړل چې لا تر اوسه یې ځینو کسانو او مشرانو کې علایم شته ځکه هغه حالتونه چې افغانانو د غرب او شرق او په ځانګړی ډول د پاکستان او ایران حکومتو په اشاره د جنګې ډلو مشرانو څخه تیر کړل یو الله ج ولیدل چې بشر یی په لیکلو او بیانولو شرمیږی ځکه هغه وخت کې د خلکو په سرنو میخ وهل او ځینو پیغلو د خپل عفت په خاطر د مکرویانو له ۸ یا ۷ منزلو څخه را وغورځول چې دا یو بشري جنایت او جنګې جنایت وو چې امریکا او غرب او همدارنګه دداخلی جګړی لوبغاړی ځانونه کاڼه اچولی، اوس بیا نړیوال غواړی چې همغه قاتلین او غله او لنډغر په اوسنې نظام کې ځای پرځای کړی نو تاریخ په هرچا پسې لیکنه کوی، که نړیواله محکمې په امریکا، غربی هیوادونو زور نه رسیږي په پاکستان، ایران او ۷ یا ۸ ګانه جنګې ډلو باندې خو یی زور رسیږي همدا جنګې رهبران باید محاکمه کړی همدا یی وخت دې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب