شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو بیا د نړیوال په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه

طالبانو بیا د نړیوال په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )  په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی د ادارې نه په رسمیت نه پیژندل د دواړو لورو په زیان بولي.

هغه ټینګار کوي چې کابل او نړیواله ټولنه باید له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي، د طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونه ایسته کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر له نړیوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې، پر دوی د فشارونو پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

شاهین چې پخوا د طالبانو لخوا په ملګرو ملتونو کې د کابل د استازي په توګه معرفي شوی و، د افغانستان د استازي په توګه د “نصیر احمد فایق” د کار پر دوام نیوکه وکړه او ویې ویل چې نوموړی د پخواني حکومت استازی دی او د خلکو او هېواد استازیتوب نه کوي.

نوموړي دغه راز د طالبانو له استازو پرته د نړیوالو غونډو جوړېدل بې ګټې وګڼل او له هغو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه توب کوي، په دغو غونډو کې د ګډون لپاره د افغانستان واکمنې ادارې ته بلنه ورکړي.

طالب چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې مهال کوي، چې نړیواله ټولنه د دوی د رژیم افراطي کړنې او قیودات، دوی سره د نړیوال تعامل پر وړاندې خنډ بولي.

5 COMMENTS

  1. په دغه شان چی تاسو له بین المللی ټولنی د رسمیت پیژندل غواړی همدغسی افغان ملت هم له ستاسو نه دخپل مشروع حق غوښتل غواړی چی لمړی د هغوی د تعلیم حق ده چې خداوند (ج) خپلو بنده ګانو ته اجازه ورکړی چی مشروع تعلیم وکړی ولی تاسو دغه حق تر اخیستلی ده تاسو نه دخدای قبلوی او نه دی هغه د مسلمان بنده ګانو نو بیا تاسو څنګه له غیر اسلامی ټولنو نه د مشروعیت حق غواړی ایا دا کوم سلیم عقل قبلولی شی د افغان ملت دا یو غږ ده چی رسمیت پیژندنه نشته تر هغو چی د ملت مشروع حق ورنکړی شی

  2. TALIBS ADMINISTRATION IS IN DIRECT UNDER CONTROLL OF ISLAM BARBAAD,
    IN FOREIGN POLICY GET ORDER FROM ISLAM ABAAD DELEGATE,
    FOREIGN POLICY OF TALIBS IS DECTATED BY I S I
    NOW AFGHANISTAN IN NOT FREE COUNTRY/FIRST MUST GET FREEDOM FROM PAKISTAN.
    AFGHANS MINERALS GOING TO PAKISTAN FOR FREE….
    ZENDAH BAAD REALL AFGHANS

  3. ټالبان چې کله ډوډۍ خوري ، یو وارې لاس شاته وړي او د څټ له لارې خوله ورتاو کړي چې هغه یې خولې ته برابره شي .
    له نړیوالو ولې مشروعیت او په رسمیت پېژندل غواړئ ؟
    د آی اس آی د کبر او جهالت له خره را ښکته شئ ، له خپل مسلمان ، مظلوم ، هردم شهید ملت سره مشوره وکړئ چې دوی څه غواړي ؟
    کله چې تاسو د خپل مظلوم او مسلمان ولس غوښتنو ته ځواب ووایه ، په سبا یې تاسې د خپل ولس او بیا نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل کیږئ.
    که داسې نه وي ، نو ملا ټپوسه ګوړې ، ګوړې لره ، خوله به د خوږه وي .

  4. په وار وار مو ويلي او لیکلي، چې په ط لبون کې ډېری غیرمتمدن خلک دي او نه هم داسې کومه ډله ده، چې له جنګ پرته یې بل څه زده وي. دوی له همغه اول څخه یوازې په قطر کې څو څېرې کښېنولې وې چې له ملايي څخه یې پرته بل څه نه و زده. دوی هلته هم نه د نورو مسلکونو کدرونو ته او نه هم معیوبینو او د ښځو نماینده ګانو ته ځای ورکړی و، چې د مظلوم قشر نماینده ګي وکړي، خو د دوی ملاتړو به ویل، چې اوس ط لبونو ډېر فرق کړی او له پخوا ډېر بدل شوي. موږ به همدا چیغې وهلې، چې نه دوی بدل شوي او نه هم د دوی اجنډا بدله شوې ده. دوی غواړي، چې افغانستان له دنیا څخه تجرید او ګوښی کړي. نوره دنیا مخې ته روانه ده، خو متاسفانه افغانستان په یوویشتمه پېړۍ کې ورځ تر بلې شا ته روان دی.
    تر اوسه چا له دا نه ده ارزیابي کړې، چې په یوه میاشت کې افغانستان د همدې روان حالت له امله، چې هیڅوک دغه حاکمان په رسمیت نه پېژني او د همدې غیرمشړوع حاکمانو په شتون کې څومره تاوان کوي او څومره پر شا ته روان دی؟ دا دی څه کم دوه کاله کېږي، خو لا تر اوسه دغه ارقام چا نه دي وړاندې کړي. انګریزان او په سیمه کې د هغوی نماینده ګان بیا د دوی موجودیت او حاکمیت په بله تیږه تلي او غواړي، چې په دې ډول د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب