پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې سېلاوونو ۱۳ کسان مړه کړي

افغانستان کې سېلاوونو ۱۳ کسان مړه کړي

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) په افغانستان کې سیلابونو ۱۳ کسان مړه کړي او کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، چې وروستیو سېلابونو اته تنه ټپيان کړي او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی ویلي، په وروستیو ورځو کې په وردګو، لغمان، پکتیکا، خوست، ننګرهار، دایکندي، غور او کندهار ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو یوه اړوند ویاند شفیع الله رحیمي وویل:«له بده مرغه زموږ ۱۳ تنه هیوادوال شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه راز ۵۶ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او ۵۴ نور کورونه زیانمن شوي دي.»

 د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شويو خلکو پر وخت د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، دوی له مرستندویه ادارو سره کار کوي څو زیانمنو شویو ته لازمې مرستې ورسوي.

ښاغلي رحیمي وویل: موږ په تېره یوه میاشت کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۱۳ زره اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي توکي او نغدي مرسته رسولې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب