جمعه, اپریل 19, 2024
Home+لومړني روغتیايي خوندیتوبونه او ورته پاملرنه څومره مهمه ده؟

لومړني روغتیايي خوندیتوبونه او ورته پاملرنه څومره مهمه ده؟

لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه (نسايي ولادي او الټراساونډ) روغتیاپاله

[email protected]

د روغتیايي سکټورونو له لورې ټولنه کې د وګړو روغتیا خوندیتوب ته پاملرنه او د هغې کچې لوړول د عامې روغتیا یو ستر هدف دی چې دې هدف ته ډیری پرمختللي هیوادونه رسیدلي، خو مخ پر ودې هېوادونو کې لا هم دا موخه نېمګړې پاتې شوې، چې له دې ډلې یو هم افغانستان دی.

جګړې، بې وزلي، کډوالي، اقتصادي مخ ځوړتیا، د روغتیا ارزښت په اړه د معلوماتو نه شتون، د تعلیم کچې ټیټوالی او ځینې طبقاتي نا انډولتیاوې ددې لامل شوي، چې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته پاملرنه کمه او دا برخه نیمګړې پاتې شي.

ددې خدماتو بشپړتیا او ورته د لاسرسي لپاره لسیزې وړاندې نړیواله هوکړه وشوه او د یوشتمې پیړۍ پیل یې هدف وټاکلو، خو له بده مرغه اوس هم دا برخه چې مهمه ده نېمګړې پاتې شوه او ډيری وروسته پاتې هېوادونو کې په نشت حساب ده.

د PHC یا روغتیا اساسي اجزاوې کومې دي؟

روغتیايي تعلیمات او عامه پوهاوی، تغذي یا خواړه ، د څښاک پاکې اوبه ، د روغتیا خوندیتوب یا حفظ الصحه ، د انډیمیکو خپرېدونکو ناروغیو وقایه او کنټرول ، د عمومي ناروغیو او ټپونو مناسبه درملنه ، د اساسي درملو چمتو کول ، واکسیناسیون د ناروغیو مخنېوي لپاره.

پورته نږدې لس مهمې اجزاوې د یوې ټولنې روغتیا خوندیتوب لپاره ډيرې مهمې دي او ددې خدماتو شتون په یوې ټولنه کې د وګړو روغتیا تضمینوي.

په ټولنه کې باید روغتیا خوندیتوب او ناروغیو په اړه د روغتیايي مبلغینو له لورې پوره تعلیمات خپاره او دا لړۍ په ښاري او کلیوالیو لرې پرتو سیمو کې په یو شان او مساوي ډول عملي شي؛ روغتیايي تعلیماتو او عامه پوهاوي کې باید د پاکو خوړو او اوبو ارزښت تر څنګ په دې اړه هم خلکو ته عامه پوهاوی وشي چې د ولادتونو ترمنځ واټنونو رامنځته کولو سره خپلو ماشومانو ته لږ تر لږه ۲ تر ۳ کلونو پورې شیدې ورکړل شي او له شپږ میاشتنۍ وروسته د مور شیدو تر څنګ متممه خواړه ورکړل شي. په همدې ډول ماشوم، میندو او نارینه وو ته د اړتیا وړ مغذي خوړو ورکړه او چمتو کولو په اړه عامه پوهاوی هم اړین دی او دې ټکي ته پاملرنه مهم ده.

د پاکو صحي اوبو شتون او د پاکولو اړوند پروسو خدماتو شتون د ټولنې روغتیا تضمینوي او د روغتیا خوندیتوب یا حفظ الصحې ته پاملرنه مهمه ده او په همدې ډول د ساري ناروغیو مخنېوي لپاره د واکسینونو او خپریدونکو سرچینو او عواملو له منځه وړل د ټولنې روغتیا خوندي کوي.

د عمومي ناروغیو او ټپونو ته لازمه پاملرنه او د زیاتیدو او پراخیدو مخنیوی یې هم په همدې ډول مهم عنصر دی، چې باید روغتیايي سکټور د اړتیا وړ خدماتو له لارې ورته پاملرنه وکړي او اساسي د اړتیا وړ درمل باید ساحوي کلینیکونو ته ورسوي او د واکسیناسیون په تطبیق کولو سره د شري، ډډغمبوري، شنې ټوخلې، زیړي، توبرکلوز، ټیټانوس، پولیو یا ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو مخنېوی وشي.

نو ټولنه کې د روغتیايي سکټور لپاره په کار ده چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو آسانتیاوې برابرې کړي او دې برخې ته د ځانګړې بودیجې په جلا کولو سره خدمات پراخ کړي.

ځکه روغه ټولنه د روغو انسانانو څخه بشپړه شوې ده او له روغو وګړو روغه شوې ټولنه د علمي، اقتصادي، ټولنیز او نورو پرمختګونو کې مهمه برخه درلودلای شي.

د یو هېواد ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د روغتیا اړوند بنسټونو پیاوړي کول یو مهم عنصر دی او دې ته باید پوره پاملرنه وشي، دغه راز وګړي هم باید خپله ونډه پکې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب