جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر: د عمران خان پر ګوند بندیزونه لګوو

د پاکستان دفاع وزیر: د عمران خان پر ګوند بندیزونه لګوو

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد پر حکومت د برید په خاطر د بندیز لګولو په لټه کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند “د حکومت بنسټ” تر بریدونو لاندې راوستی او دا د زغملو وړ نه ده.

خواجه اصف څرګنده کړه: “د تحریک انصاف ګوند د بندیز موضوع تر څېړنې لاندې ده او پارلمان باید د دغه ګوند د بندیز وروستۍ منظوري ورکړي.”

د پاکستان د دفاع وزیر د عمران خان د پلویانو مظاهرو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هغوی د پوځ د مرکز او حکومتي ودانیو په ګډون پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

له بلې خوا ځینې رسنۍ وايي چې په تحریک انصاف ګوند کې د عمران خان مرستیال فواد چوهدري هم له دوه اونیو توقیف وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.

ویل کېږي که د تحریک انصاف پر فعالیت بندیز ولګول شي، نو د هېواد په بېلابېلو برخو کې به پراخې مظاهرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب