سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: امریکا ته د افغان متحدینو د لېږد بهیر دوام لري

سپینه ماڼۍ: امریکا ته د افغان متحدینو د لېږد بهیر دوام لري

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) ، د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، چې دوی له افغانستان څخه د خپلو متحدینو ویستو او پناه ورکولو  ته دوام ورکوي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل، “موږ به له افغانستان څخه د خپلو افغان متحدینو د ایستلو لپاره کار ته دوام ورکړو. دا هغه ژمنه ده چې موږ یې جدي بولو.”

هغه زياته کړه، چې د لېږد پروسه نه ده درېدلې او نه به هم ودرېږي. تر اوسه څه باندې سل زره افغانان امریکا ته لیږدول شوي دي.

له افغانستان څخه د لوېدیځو ځواکونو د وتو بهیر چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۳۰مه له پراخې ګډوډۍ سره پیل شو او وروستی امریکايي سرتېری هم د همدې کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه ووت.

د راپورونو له مخې، د پوځي ایستلو په عملیاتو کې تر ۱۲۵ زرو ډېر افغانان هم له افغانستانه وتلي او نږدې ۹۰ زره یې امریکا ته لېږدول شوي دي.

ډیری هغه افغانان چې امریکا ته تللي د لنډمهاله بشري ویزو پر بنسټ د دوه کلن استوګنې او کار جوازونه یې ترلاسه کړي.

اوس مهال، د لنډمهاله بشري استوګنې پروګرام لاندې منل شوي افغانان یوازې د مهاجرت سیسټم یا د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) له لارې په متحده ایالاتو کې استوګنه ترلاسه کولی شي، مګر دا دواړه پروسې د غوښتنلیکونو د زیاتوالي له امله ورو او وخت ضایع کوي.

  واشنګټن پوسټ تر دې مخکې د امریکا د پارلمان هغې پرېکړې ته اشاره کړې وه چې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د ویزو نه ورکولو په اړه یې کړې وه او دا کار یې له افغانانو سره یو ډول خیانت بللی و.

1 COMMENT

  1. موږ په افغانستان کې د یوناما پخوانی کارکوونکی یو، موږ په سخت وضعیت کې یو، زموږ کورنۍ په خراب اقتصادي وضعیت کې دي. په افغانستان کې نجونې او ښځې د کار او زده کړو، ښوونځیو او پوهنتونونو حق نه لري. له بده مرغه، یوناما د پخوانیو کارکوونکو لپاره هیڅ اقدام نه کوي. موږ کلونه کلونه د افغانستان په خراب امنیتي وضعیت کې کار وکړ. اوس مهال یوناما د پخوانیو کارکوونکو د اسانتیاوو د لرې کولو په اړه کوم اقدام نه کوي. اروپایی هیوادونو، امریکا او کاناډا ته لیږدول. یوناما خیانت پراخوي. یوناما د بشري حقونو، نړیوالو حقونو او د افغانستان د خلکو د دفاع ادعا کوي، خو په حقیقت کې د پخوانیو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره بشري حقونه او بشري ارزښتونه نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب