شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغانستان سره بشري مرستې مو د طالبانو د مداخلې له...

امریکا: افغانستان سره بشري مرستې مو د طالبانو د مداخلې له امله وځنډولې

تاند: ( پنجشنبه، د جوزا ۴ مه) ‏‏‏‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې امریکا او ملګرو یې د طالبانو د مداخلو له امله په افغانستان کې څو مرستندویه پروګرامونه وځنډول.

د ياد شوي وزارت د ویاند متیس میلر په وینا، دغه پروګرامونه په غور، غزني او اروزګان ولایتونو کې ځنډول شوي دي.

میلر وویل، «موږ په څو مواردو کې د مرستو پروګرام وځنډاوه ځکه چې د طالبانو د لاس لرلو شک موجود و.»

هغه زياته کړه: د خوراک نړيوال پروګرام د غزني په دوو ولسواليو کې له جدى ١٤٠١ څخه تر ١٤٠٢ پورې د مرستو د وېش لړۍ وځنډوله. ځکه ځايي چارواکو غوښتل چې د مرستو په وېش کې لاسوهنه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د حکومت یوې همکارې موسسې په ارزګان کې وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول چې طالبانو يې د کارکوونکو د استخدام په پروسه کې لاسوهنه وکړه.

د افغانستان بيارغونې له چارو د امریکا د سیګار څارونکې ادارې مشر جان ساپکو ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې د خپلو مرستو پر وېش کنټرول نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکا د مرستو د پروګرام په اړه د سیګار او نورو منتقدینو دغه انتقاد رد کړ او ویې ویل چې د مرستو د ویش د څارنې او ارزونې لپاره جدي اقدامات په کار دي.

طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې په بشري مرستو کې د لاسوهنې ا

دعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب