یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهکابل کې د افغان صنعت ملي سمپوزیم جوړ شو

کابل کې د افغان صنعت ملي سمپوزیم جوړ شو

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) په کابل کې د د المان د «سیتیان» انسټیټیوټ، افغان صنعتکارانو او واکمن رژیم په همکارۍ د صنعت کارانو لپاره ملي سمپوزیم جوړشو.

افغان صنعتکاران د دې ډول سمپوزیمونو جوړول د خپلو کارونو د ودې لپاره ګټور بولي.

دا په افغانستان کې د طالبانو د بیا راژوندي کیدو وروسته لومړنی سمپوزیم دی چې افغان صنعتکاران یې د کار لپاره ګټور ګڼي.

د سپنج توشک د یوه شرکت  رئیس عبدالحلیم خانزي وویل چې د ملي او نړیوالو سمپوزیمونو جوړول د دوی د سوداګرۍ په وده کې خورا ګټور تمامېدای شي.

د نورستاني نقاشۍ هنرمنده فروزان صديقي وايي، په نړيوالو سمپوزيمونو کې د دوى ګډون اړين دى، ځکه د ده په وينا، د دوى نقاشي اثار په هېواد کې دننه څوک نه پېري، بلکې بهرنيان يې په مناسبه بيه پېري.

د طالبانو د رژیم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د عمومي ریاست سلاکار روح الله هوتک وویل: «دوی په دغه سمپوزیم کې ژمنه کړې چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې به عملي ګامونه پورته کوي، په ورته وخت کې، موږ د همکارۍ ځینې تړونونه لاسلیک کړل.”

په دې سمپوزیم کې، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره جوړېږي، د جرمني د (SATIN) موسسې کارګرانو، افغان صنعتکارانو، د شلو مېرمنو په ګډون، ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب