Homeخبرونهایران: طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه دي، ټول واقعیت دوی...

ایران: طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه دي، ټول واقعیت دوی نه دي

تاند:( پنجشنبه ، د جوزا ۴ مه ) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان یو ځل بیا د طالبانو رژیم د نه رسمیت پېژندلو وړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه رژیم له نه ټول شموله کیدو او ټولو افغانانو، په خاص ډول ښځینه وو ته د حقونو تر نه ورکولو به یې دا رژیم په رسمیت ونه پېژندل شي.

ایراني وزیر یو ځل بیا طالب رژيم دوی سره د هلمند د اوبو په اړه تازه ناندرۍ کې ملامت وبلل او ویې ویل، چې د ستونزې د عملي حل پرځای پر سیاسي څرګندونو اکتفا کوي.

هغه زیاته کړه: طالب چارواکو ته مو ویلي چې د اوبو د حقونو ستونزه د سیاسي بیان له لارې نه شي حل کېدای او دا موضوع باید د قانوني لارو چارو په چوکاټ کې تعقیب شي .

د ایراني وزیر په وینا، په تېرو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي شخړې د اندیښنې وړ دي.

نوموړي په ورته مهال وویل، چې طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه دي، خو ټول واقعیت نه دي.

طالبانو د امیر عبدالهیان تازه خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ایران د اوبو د وېش په اړه د جنجال د عملي حل پرځای پر مطبوعاتي غوغا جوړولو تورن کړی.

1 COMMENT

  1. د ایران دا سرګندونی حقیفت ده چی طالبان د واقیعت یوه برخه ده مګر تول واقیعت ندی نو په دې ټوله نړی پوهیږی چی دایران حکومت یو واقعی حکومت نده بلکه د واقیعت یوه نیم ګړی برخه ده ایا ایران څومره د ښځو حقوق ورکړی ایا د یو میاشت مخکی دایران سیاسی وضیعت چاته معلوم نده او که ایران ټوله نړی ځان غوندی ړنده فکر کوی هر ورځ بیګناه انسانان په دار زړوی دا حقوق ورکول دی د سیستان او بلوچستان خلکوته ته د انسان په سترګه نه کتل دا انسانیت ده ایا د ایران حکومت ټول شموله ده او که صرف طالب غوند څو لنده غر صیغی اخندانو حکومت انحصار کړی ده د ایران خلک په دی احمقانه خبرو باید ونه غولیږی او د خپل حقوق دی له دسفاک حکومت نه وغواړی د ایران جابر حکومت صرف د خلکو پام بلی خواته اړوی ایا که دایران حکومت ځان ته یو څه وایی نو اسراییل ته دی ځواب ووایی چی د ایران په زړه کی ورته ساینس پوهان و افراطی سیاسی احمقان مړه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...