Homeخبرونهننګرهار کې د پوليو درېيمه پېښه ثبت شوه

ننګرهار کې د پوليو درېيمه پېښه ثبت شوه

تاند:( جمعه ، د جوزا ۵ مه ) د ننګرهار ولایت نازيانو ولسوالۍ کې يو دوه نيم کلن ماشوم په پوليو يا ګوزڼ اخته شوی، چې له دې سره سږکال په دې ولايت کې دا درېيمه مثبته پېښه شوه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې د یادې پېښې له اعلانولو سره پر دغې پېښې خواشیني ښوولې او له کورنیو یې غوښتي، چې د پولیو کمپاين پر مهال خپل له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين کړي.

نازیان د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه ده، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې پکې د طالبانو کنټرول زیات و.

طالبان له دې امله نیوکو سره مخ دي، چې مخکې دوی سیمې نا امنه کړې وې او د پولیو واکسین مزاحمت یې پکې کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...