تاند:( جمعه ، د جوزا ۵ مه ) د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د خپل رژیم له جوړښت څخه په دفاع سره، هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوی رژیم ټول شموله نه دی.
هغه وويل، عبدالسلام حنفي، قاري فصيح الدين او نورالدين عزيزي چې د طالبانو په رژيم کې کار کوي، د دوستم، رباني او مسعود په پرتله ډېر وړ چارواکي دي.
مولوي کبیر وویل، د دوی په رژیم کې هېڅ ډول توکمیز تعصب نشته او د تېر رژیم په څېر په دولتي پوستونو کې د بېلابېلو قومونو خلک کار کوي.
مولوي کبیر د کوم ځانګړي هیواد له نوم اخیستو پرته وویل:«له بدخشان ولایت څخه صلاح الدین رباني په تېر حکومت کې کار کاوه. اوس یو بل بدخشانی قاري فصیح الدین فطرت زموږ لوی درستیز دی. ایا موږ ټول شموله نه یو؟”
هغه د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د طالبانو په حکومت کې د پنجشیریانو د شتون په اړه وویل: «کله چې په پخواني حکومت کې احمد مسعود یا بل څوک د پنجشیر اوسیدونکی و، تاسو هغه ټول شموله بللی و. اوس د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د پنجشیر څخه دی. نو تاسو ولې زموږ حکومت ټول شموله نه ګڼئ؟”
نوموړي دغه طالب چارواکي “مناسب او با استعداده” وبلل او ويې ويل چې د دې ډلې په مشرتابه باور لري.
د طالبانو دغه دریځ ته خلکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.
ځينو افغانانو ویلي، چې یاد شوي نومونه ریښتیا هم ډېر منفور وو او خلک یې په حکومت کې پر نه موجودیت خوښ دي.
یوه ډله نورو خلکو ویلي، چې طالبان په داسې خبرو ځان او نور غواړي تېر باسي، ځکه له ټول شموله حکومت څخه د منتقدینو هدف طالب شموله حکومت نه دی، چې ټول پکې ملایان او د یوې ډلې خلک وي، بلکې افغانان او نړیوال د ټولو افکارو او سلیقو متوازن ګډون په واکمنۍ کې غواړي.
یو شمېر پښتنو ملتپالو بیا ویلي، چې طالبان، د دوی بهرني ملاتړي او قومي مخالفان یې ټول هڅه کوي، چې طالبان د پښتنو استازي وښيي، په داسې حال کې چې د دوی په وینا طالبان د پښتنو استازي نه دي؛ بلکې په افراطي کړنو یې تر هر چا پښتانه زیات ځپلي او اوس یې هم د بدنامۍ سبب شوي دي.
رښتیا هم توکمین توپیر نسته، هغه د خبیث خرزي له برکته پښتانه غلامان او نور خانان پنجشیریان یې بیخي فرعونیان کړل. 👍
که ټول شموله حکومت داسي وي لکه د خرزي او غني نو لعنت په داسي ټول شموله 😡 په پښتو ژبه د خبیث خرزي او غني له برکته چا خبرې نسوائ کولائ. یا تاسي د وزارتونو تختو ته نه کتل اول فاړسو لیکلې وه. همدا ډول تلیفونونو مسجو ته غوږ ونیسۍ اول فاړسو بیا انګریزي بیا پښتو ده. لعنت په هغې د راډیو په خبریالې سي د پیسو لپاره دې ته حاضره سوې سي اول په فاړسي بیا په انګریزي او بیا پښتو ☹️
هیله کوو چي اوس هم د امیر د دفتر بغیر مو د نورو وزارتو وزیران مو په فارسي مکتوب استوي اول باید پښتو بیا فارسي ولیکل سي ۴۰ کاله دغه ته کاروسو چي څنګه فارسي زبان تر پښتنو زیات معرفي سي البته د فارسي زبان سره مشکل نه لرو خو اکثریت کوی یې مه چي د پښتنو حق وخوړل سي.
زما په نظر دقانون له مخی باید لومړی او دوهمه ژبه ونومول شی یعنی دوه رسمی ژبی لومړی پښتو او دوهمه دری ،ترڅو دا مسله تر آبده حل شی