کله چې موږ لس یا شل کاله شاته فکر وکړو، نو ډېری بدلونونه راغلي. دا بدلونونه که څه هم د ژوند په ټولو اړخونو کې راغلي، خو ډېری یې د کار په بازار کې رامنځته شوي. د بیلګي په توګه: کومې دندي چې لس یا شل کاله مخکې به یې ښه عاید درلودل، اوس له منځته تللي او یا هم د هغو دندو د ترسره کولو لپاره نوي لارې رامنځته شوي او نويو مهارتونو ته اړتیا لري.
نړۍ لا هم په چټکتیا سره مخ په وړاندي روانه ده. لکه څرنګه چې په تېرو دوو لسیزو کې، په ځانګړې توګه د ټکنالوژۍ په برخه کې بېساری پرمختګ شوی او د کار په بازار کې هم د ټکنالوژۍ کاروونه زیاته شوي، ممکن په راتلونکو شلو کلونو کې تر دې هم زیاته شي.
دلته د شلو کلونو راتلونکی د کار بازار په اړه په دوو برخو کې بحث کیږي، لمړی؛ هغه دندې چې له منځه ځي او هغه دندي چې منځته راځي. خو په ټوله کې دومره ویلای شو، شل کاله وروسته به یوازې هغه چاته دنده پيدا کیږي، چې مهارتونه یې زده وي، یا به هم د انسانانو لپاره ډېری دندي ذهني ماهیت لرونکي واوسي.
که لنډه ووایم، یوازي هغه کسان به د کار په بازار کې ګمارل کیږي، چې په ذهني لحاظ اپډېټ او د اړتیا وړ مهارتونو باندي سمبال وي. هغه کسان چې فزیکي کارونه ترسره کولای شي، هغوۍ ته به دنده ډېر په مشکله پيدا کیږي، ځکه د هغوۍ ځای به ماشین او روبوټ ونیسي. په دې کې هېڅ شک نشته چې روبوټ او ماشین به انسان ته په فزیکي کار کې ماتي ورکړي.
هغه دندي چې له منځه ځي:
تر صنعتي انقلاب وړاندي، ټول کارونه انسانانو ترسره کول. خو له حیواناتو څخه یې هم په لیږد رالیږد او د کرنیزي ځمکي په کولبه کولو کې ګټه اخیستله. مګر د صنعتي انقلاب څخه را وروسته ډېری هغه پخوانۍ دندي له منځه ولاړي. ډېری هغه فزیکي کارونه چې انسانانو به پخپله او یا هم نورو حیواناتو ترسره کول، له صنعتي انقلاب وروسته دا کارونه ماشین ترسره کول.
ماشین که څه هم د ځینو دندو د له منځه تللو لامل شو، خو برعکس ځیني نوي دندي یې هم منځته راوړي. د بیلګي په توګه: په فابریکو کې کار کول، د ماشینونو کنټرول او له د هغوۍ په مرسته د کار کول. خو دې ډول دندو نویو مهارتونو زده کړې ته اړتیا درلوده. نو یوازي هغه خلک د کار په بازار کې جذب شول، چې د هغه وخت اپډېټ او د اړتیا وړ مهارتونه یې زده کړي وو.
همدارنګه د معلوماتي انقلاب په رامنځته کېدو سره یو ځل بیا نه یوازي د انسانانو د ژوند په مختلفو اړخونو کې تغیرات راغلل، بلکي د کار په بازار یې هم ډېر پراخ اغیز درلود. له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل زیات شول، همدارنګه هغه کسان چې له ټکنالوژۍ سره بلدتیا لري، هغږۍ ژر د کار په بازار کې په لوړ معاش جذب شول.
په ۲۰ راتلونکو کلونو کې به د ټکنالوژۍ انقلاب خپل اوج ته ورسیږي، انسانان به نهایت زیات له ټکنالوژۍ څخه په هره برخه کې کار واخلي. یوازي هغه خلکو ته به ډېري دندي پيدا کیږي چې له ټکنالوژۍ سره بلد وي. خو هغه کسان چې له ټکنالوژۍ سره بلد نه وي او یا یې هم د اړتیا وړ مهارتونه نه وي زده، هغوۍ به خپلې دندي له لاسه ورکړي.
له دې وړاندي ډېری کاروبارونه سنتي او میراثي و، یو کار یو کس پیل کړی، خو اوس د هغه لمسی هغه په هغه ډول پر مخ بیایې. دا ډول سنتي او میراثي کاروبارونه د ټکنالوژۍ په راتګ سره له منځه ځي. یا هم خپله د همدې کار د دوام لپاره باید له نوي میتود او نویو مهارتونو څخه کار واخیستل شي.
د بیلګي په توګه: ستوری د کابل ښار د جادي په سیمه کې پخوانی او سنتي خوړنځای لري، دا خوړنځای د ستوري پلار جوړ کړی. دوۍ چاینکي پخوي او کار یې ښه روان دی، خو د یو څه وخت په تېریدو سره د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه د انګلیش برګر په نوم یو بل خوړنځای رامنځته کیږي.
په دې خوړنځای کې پیزا، شورمه، برګر او نور خواړه پخیږي. انګلیش برګر سیار موټرسایکلونه لري، ویب سایټ، فیسبوک پاڼه او د واټس آپ مشخص ادرس لري. هر څوک کولای شي له خپل کور څخه دې خوړنځای ته زنګ وکړي او فرمایش ورکړي، د خوړنځای کارکوونکی غوښتل شوي خواړه د پیریدونکي د کور تر دروازي پوري رسوي.
اوس له یو خوا په کابل کې خلک تر چاینکي پيزا، برګر او شورمه ډېره خوښوي، بل خوا خلک اسانتیاوې غواړي. انګلیش برګر دا هرڅه برابرولای شي، خو ستوری او د هغه په څېر ګڼ نور خوړنځایونه خپلو پيریدونکو ته نوي ډول خواړه او دا اسانتیاوې نشي برابرولای. نو څرګنده ده چې د داسي یو خوړنځای په جوړیدو سره ګڼ سنتي کاروبارونه فلجي کیږي، هغږۍ چې له ورځي سره ځان اپډېټ نه ساتي او یا هم له ټکنالوژۍ سره بلد نه دي.
کومې دندي منځته راځي:
دندې په دوه ډوله دي، لمړی؛ پایداري دندي: هغه دندې دي چې عمر یې د انسان تر متوسط عمر زیات وي او دوهم؛ ناپایداري دندې: هغه دندي دي چې عمر یې د انسان تر متوسط عمر کم وي
لمړی، ډېری دندي د کار په بازار کې ناپایداري دندي دي. د دا ډول دندو هره شیبه د له منځه تللو امکان شته. د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره به هم ډېری ناپایداري دندي له منځه ولاړي شي. د هغه پر ځای به برعکس نوري ناپایداري دندي رامنځته شي.
د بیلګي په توګه: په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د صرافي درلودل، بیخي عام کاروبار ګرځېدلی وو. حتی د سړک له غاړي هم دا ډول کار ترسره کېدو او د هغه ترڅنګ یې ګټه هم ډېره وه. خو اوس صرافیانې په شرکتونو اوړي او د شرکت جوړولو شرایط ګران دي. ۸۰ سلنه اوسني صرافان دا شرایط نشي پوره کولای.
ځکه شرکت ډېري پانګې ته اړتیا لري، باید ډېری کارکوونکي ولري، هغه کارکوونکي یې هم باید له ټکنالوژۍ سره بلد واوسي. د دولت مالیه هم باندي لوړیږي. بل خوا که وګورو، د پیسو د لیږد رالیږد لپاره په بانکونو کې د ټکنالوژۍ په مرسته ګڼ نور سیستمونه هم رامنځته شوي، نو خلک ډېری د حوالو او کوچنیو صرافیو له لارې پیسي نه لیږي. نو دا ډول ډېری نا پایداري دندي له منځه ځي، په ځای یې نوري دندي رامنځته کیږي.
دوهم، پایداري دندي: دا هغه دندي دي چې د کار په بازار کې اوږد عمر لري. ښه بیلګه یې د خوړنځای جوړول دي. خو د وخت په تېرېدو سره که څه هم د دا ډول دندو له منځه تلل ناممکن دي، خو د کاروبار د ترسره کولو په لارو چارو کې حتما تغیر راځي. نو که د کاروبار څښتن وخت په وخت خپل کاروبار او تولید اپډېټ نکړي، ځان او خپل کارکوونکي په نویو مهارتونو سمبال نکړي، نو بیا هم هره شیبه د دې کار د درېدو امکان شته. خو برعکس بیا په بدل کې په عصري توګه یو بل کاري فرصت منځته راځي. درېیم، د هغو کسانو لپاره به دندې زیاتي شي، چې له ټکنالوژۍ سره بلد واوسي. ځکه هغوۍ له یو خوا کولای شي، له لویو او نړیوالو شرکتونو سره کار وکړي او پيسي وګټي. بله خبره داده چې، په نږدي راتلونکي کې به یو عادي دوکاندار، خوړنځای، صرافي … څښتن ډېره ګټه له ټکنالوژۍ څخه اخلي، نو دوۍ به د ټکنالوژۍ په برخه کې مسلکي خلکو ته اړتیا لري.