Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سپین بولدک - چمن ترمنځ بله سوداګري لار پرانیستل شوه

د سپین بولدک – چمن ترمنځ بله سوداګري لار پرانیستل شوه

تاند(دوشنبه، د ثور۱۹مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره بله لار پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس، باختر نن راپور ورکړ چې په سپین بولدک کې د موجود بندر ترڅنګ دا نوې لار به د دوو هیوادونو ترمنځ په سوداګري راکړه ورکړه کې ستونزې کمې او اسانتیاوې زیاتې کړي.

په خبر کې ویل شوي چې سوداګرو د دې نوې لارې د پرانیستلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دوو هیوادونو ترمنځ به د سوداګري مالونو په وړلو راوړلو کې مرسته وکړي.

وروسته له دې چې پاکستان د ډیورند پر فرضي کرښه ازغن سیم او کټارې نصب کړې، د پولو په اوږدو کې د پرتو خلکو کاروبار سخت اغېزمن شوی دی، خو دا ډول رسمي لارې که څه هم د ځايي خلکو  ستونزې چندان نه حل کوي خو د هغو سوداګرو  لپاره اسانتیا رامنځته کوي چې په رسمي ډول د دوو خواوو ترمنځ تجارت کوي.

د راکړې ورکړې د ودې لپاره د اسلام کلا بندر څلرویشت ساعته شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...