دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې ۳ ماشومان د ماین قرباني شوي او یوه سړي...

په کندهار کې ۳ ماشومان د ماین قرباني شوي او یوه سړي ځان وژلی

تاند(دوشنبه، د ثور۱۹مه) په کندهار کې درې ماشومان د ماین په چاودنه کې وژل شوي او یوه څلوېښت کلن سړي په خپله ځان وژلی دی. .

د ترلاسه شوي خبر له مخې، په یوه خالي کور کې چې تازه ورڅخه خلک کډه شوي وو، دوو وروڼو او یوې خور قندانۍ ته په ورته ماین لوبي کولې چې وچاودېده.

طالب چارواکو پېښه تایید کړې خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې له دې کوره کډه شوي خلک څوک وو او ماین یې ولې په کور کې ساتلی و.

له دې جلا د کندهار ښار په سردار مدد چوک کې یوه سړي، چې عمر یې شاوخوا څلوېښت کاله و، ځان ته اور اچولی او وژل شوی. دی

دا پیښه پرون (دوشنبې) ماښام شوې ده.

د دغه کس نوم میرویس ښودل شوی او ویل شوي چې نوموړي د کندهار په پوهني ریاست کې کار کاوه.

همداراز د میرویس په اړه ویل شوي چې د ښوونې او روزنې له پوهنځی فارغ وو.

ده لومړی پر ځان تېل اچولي او بیا یې ځان ته اور ورته کړی دی .

د میرویس کورنۍ وایي نوموړي شيږ اولادونه درلودل.

د میرویس د ځان وژنې په اړه کره معلومات نه شته خو د کورنۍ غړي یې وايي چې د بدو اقتصادي شرایطو له کبله یې څه نا څه عصبي تکلیف درلود او په وروستیو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله دا تکلیف زیات شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب