شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنن د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو ۶۰۰ ورځې...

نن د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو ۶۰۰ ورځې پوره شوې

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۹ ) د طالبانو د رژیم لخوا د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د تړلو ۶۰۰ ورځې پوره شوې.

طالب رژیم د دې او ورته نورو پریکړو له امله په ملي او نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دی، خو لا یې د خپلو داسې افراطي پریکړو په اړه حتا خپلو پلویانو ته قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو ویاندویان په نیږدې دوه کلنه موده کې بیا- بیا ژمنه کوي، چې مشران یې په دې اړه یو « ترتیب» برابروي.

نن د ښوونځيو د تړل کیدو د شپږسومې ورځې په مناسب، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو طالبان پوښتلي، چې د ښوونځيو د بیرته پرانیستلو« ترتیب» به یې څومره نور وخت ونیسي؟

افغان خبریال حفیظ الله معروف په دې اړه لیکلي:(( فکر وکړئ په ۶۰۰ ورځو کې یې یوازې د پرانستو لپاره ‘ترتیب’ جوړ نه شو, دا نورې چارې به څومره وخت ونیسي. اصلا د طالبانو په ټول حکومت کې هېڅوک حاضر نه دي ځواب ووایي چې ولې؟ او اخر کله پرانستل کېږي! ))

طالب ویاندویانو په دې اړه د خلکو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو دا او ورته نورې افراطي پریکړې په نړیواله کچه هم توندو مخالفتونو سره مخ شوي او د دوی د انزوا یو اصلي دلیل ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. نالت په ملا او داسې مردار دین یې چې د انسانانو حقوق نه مني او نه یې ورکوي ! دا نعلتیانو ، زه نه پوهيږم څه هدف لري ؟ خو یوه خبره ښکاره ده دوی دافغان د اولس دوښمنان اود عربو ددین اسلام بار وړونکي خره دي چې له دې لارې خپل قدرت هم ساتي ! تر څو چې دطبعي علومو مخه نیسي په هغه اندازه له ملته د محمد او د جاهلو عربو ، ناپوهه غلا مان جوړوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب