تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۹ ) د طالبانو د رژیم امر بالمعروف وزارت له ځوانانو غوښتي، چې له ټولنیزو رسنیو څخه د هغو افکارو د خپراوي لپاره ګټه واخلي، چې دوی یې« اسلامي افکار» بولي.
د طالبانو دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاده غوښتنه یې محستبینو په بغلان ولایت کې له خلکو سره د غونډې پر مهال کړې ده.
سرچینې نه دي ویلي، چې دا غوښتنه جبري او حتمي ده، که هسې محتسبینو ځوانانو ته د نصیحت په بڼه وړاندې کړې ده.
نن له خوست څخه خبر ورکړل شوی، چې د طالبانو امربالمعروف ریاست د سیمه ییزو رسنیو څلور مسوولین د ورکشاپ په نوم ور غوښتي او بیا یې پر خپلو امنیتي ادارو بندیان کړي دي.
په وروستو کې د خلکو په ورځيني ژوند او خصوصي حریم کې د طالبانو او په ځانګړي ډول د امر بالمعروف د لاسوهنې خبرونه زیات شوي.
طالبانو نه دي ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو یې د اسلامي افکارو د خپراوي په نوم واضحه غوښتنه څه ده؟
په یو شمېر سیمو کې خلکو شکایت کړی، چې طالبان یې په زوره د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل ملاتړ ته ور بولي.
طالبانو بیا په دې اړه نیوکې او ادعاوې رد کړې دي.
د اسلامي افکارو د خپرولو نه د هیبتې او حقاني ځناورو مطلب او هدف د کوچنیو ماشومانو سره لواطت، عشر راټول، او بلاخره د پنجاب غلامي منل معنى لري. هیبتې ځناور دي دا نه لولي. البته کیدې شي دوى د عمران خنزیر په ماتم کې په چله ناست وي
الحمدالله د افغان ملت ټول مسلمانان دې او اسلام یې له تاسو بهتره ده !کوم اسلامی افکار یاد وی که تاسو خپل افکار اسلامی او شرعی بولی نو تاسو د افکار ځوانان نور هم له اسلام څخه لری کوی لکه ځنګه چی زه سو تنه پیژنم همدا ستاسو افکارو او دی یو بی هویت انسان چی معلوم نده څوک ده ایا انسان ده که حیوان نوم یې د جمعه مبارکی په ورځ خطبه کښی اخلی هغوی لمانځه ته نه ځې صرف ستاسو دا نا معقوله افکارو په خاطر