یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد عمران خان پلویانو د هغه د نیول کېدو خلاف پاڅون کړی

د عمران خان پلویانو د هغه د نیول کېدو خلاف پاڅون کړی

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۹مه) د پاکستان د لېرې کړای شوي صدراعظم عمران خان د نیونې په اعتراض کې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو اعتراض کوونکو د پوځ او پولیسو پر مرکزونو یرغلونه وروړي او سوځولي یې دي.

له پاکستان څخه د لوېدیځو او پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لسګونو زرو اعتراض کوونکو نن په ټول پاکستان کې د عمران خان د نیول کېدو خلاف مظاهرې او لاریونونه پیل کړي چې له کبله یې په لویو ښارونو کې ګډوډۍ پېښې شوي او امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

اویا کلن عمران خان، چې د تحریک انصاف ګوند او اپوزیسیون مشر دی، نن سهار وروسته له دې ونیول شو چې په اسلام اباد کې لوړې محکمې ته له حاضریدو وروسته د فساد په څو تورونو ونیول شو.

عمران خان په داسې حال کې ونیول شو چې ګڼ شمېر پولیس او ملېشه ځواکونه یې شاوخوا ولاړ و او دی یې یوه تور واګون ته پورته کړ.

د ده مدافع وکیل ګوهر خان، چې د عمران خان د نیول کېدو په مهال حاضر و، وروسته خبریالانو ته وویل چې عمران خان د نیول کېدو په مهال ووهل شو.

ده ډان نیوز ته وویل:«دوی عمران خان پر سر او پښو وواهه.»

راپورونه وايي چې د عمران خان پلوي غوسه شویو خلکو د پولیسو او پوځ پر مرکزونو یرغل وروړی، ګڼ شمېر مرکزونه یې سوځولي او پولیسو او پوځیانو ته یې هم مرګ ژوبلې اړولي دي.

په کوټه، اسلام اباد، لاهور، راولپنډۍ، پېښور، مردان او ګڼو نورو ښارونو کې دا شېبه د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ شخړې دوام لري.

3 COMMENTS

  1. څوک چی ناحقه دبل وطن دخپل ابادی لپاره ورانوی او د اور په لمبو کښی یې سوزوی همدا به یې سزا وې د افغانستان یو میلیون بی ګناه وګړی دی همدی منافق پاکستان له لاسه په شهادت ورسیده او مملکت مونږ ته د اور لمبه جوړ کړ الله دی زمونږ دشمنان نور هم ذلیل کړې

  2. تشویقوی یې چې خپل دا نیک او په ځاې عمل ته ادامه ورکړي. د پنجاب دا ملحد پوځ او د یهودو په لاس جوړ ای ایس ای هم د تباهي خوند وویني. دوي خو په افغانستان کې د خپلو سپیو په لاس د افغانستان د تاسیساتو ویجاړول او د افغانان قتل روا او مقدس جهاد باله.
    زمونږ بیړۍ دې غرقوله
    خپل سمندر دي طوفاني سو
    تفغانانو ته دی هم الله ج همت ورکړي چې د پنجاب ناجایزه پرکټي هیبتې او حقاني ځناور هم په پنجاب وسپاري.

  3. که د تاند د نشراتو کسان زما تیری تبصیری وګوری ما مخکې هم لیکلی وو چې نواز شریف تر هغو پاکستان ته نه راځی ترڅو عمران خان بندی نشی، ځکه پخوا یوځل مشرف هم د نواز شریف له لوری له هیواد شړل شوی وو او بیا د عمران خان له لوری هغه (نواز شریف) سعودی او بیا لندن لاړ نو اوس د نواز شریف ورور(شهباز شریف) د خپل ورور کسات له عمران خان اخلی. ترڅو نواز شریف بیرته هیواد ته راستون شی او بیا ټاکنو کې برخه واخلی او اوس به بل هیواد پیدا شی چې عمران خان ته پنا ورکړی.
    بل نظر مې داده چې لویه لوبه کې امریکا نغواړی چې پاکستان دې د چین، ایران او روسیی سره نیکی اړیکې ولری نو عمران کوښښ کولو چې چین او روسیی څخه د تیرو امریکایی مشران په شان د شیدو غوا جوړی کړی او ویی لوشی مګر روسیه او چین د امریکا او عربستان په شان شیدی نه کوی نو اوس امریکا دا ځل کوښښ کوی چې د تایوان د ملاتړ لپاره په سیمه او آسیا کې ځینې ملګری پیدا کړی نو ځکه اوس بایډن غواړی چې راتلونکې میاشت کې دهندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره په سپینه ماڼۍ کې وګوری دا خبر رویټر نشر کړی وو نو اوس امریکا ، برتانیه او اروپایی هیوادونه د چین، روسیی او ایران پرضد نوی ګامونه پورته کړی
    نو روسیه او بلاروس کوښښ کوی چې اوکراین مات کړی او اروپا تر لاس لاندی ونیسی نو اروپایی هیوادونه او برتانیی ویره لری کچیری روسیه جګړه د اروپا له لوری غربی او اروپایی هیوادونه سره مخته بوځی، نو امکان شته اورپا او برتانیه تر لاس لاندې ونیسی نو اوس امریکا کوښښ کوی چې هم د پاکستان اتوم په لاس راوړی د پور(قرض) ورسره معامله وکړی، کچیری داسی ونشو امکان شته د ایران، چین او مرکزی آسیایی هیوادونه تر سیاسی فشار راوستو په خاطر نوی ګامونه پورته کړی.
    کچیری امریکا، برتانییه، فرانسه، اروپایی هیوادونه د چین په وړاندی اود ایران په وړاندی ګامونه پورته کوی نو امکان شته چې پدی کې د پاکستان د پوځ مرسته وغواړی ځکه پدی حالت پاکستان تر اقتصادی او سیاسی فشارونو لاندی ده نو پاکستان پوځ کوښښ کوی چې مشرف په شان یا کودتا وکړی او ټول واک پوځ په لاس کې واخلی او یا نواز شریف ته لاره پیدا کړی ترڅو هیواد ته راستون شی او بیا د ټاکنو له لاری قدرت تر لاسه کړی ځکه د دوی کرنسی په ډیر خراب حالت کې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب