دوشنبه, مې 20, 2024
Home+چين تل د افغانستان د سولې او بیا رغونې ملاتړ کړی

چين تل د افغانستان د سولې او بیا رغونې ملاتړ کړی

ډېوه، بېجينګ- چين

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په وروستيو ورځو کې د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د چين، پاکستان او افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزيرانو په خپلمنځي خبرو کې ګډون وکړ. چین کانګ د دې ډیالوګ په څنډه کې د افغانستان له سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره هم وکتل.

که تاریخ ته وګورو نو چین تل د افغانستان له سولې او بیا رغونې ملاتړ کړی دی. چین غواړي چې په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو او افغانستان ته د چين او پاکستان د اقتصادي ډهليز پراخول وهڅوي.

چين د افغانستان له جګړې وروسته له اوسني سرپرست حکومت سره تماس نيولی، خو هېڅکله يې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه ده کړې او په دغه هېواد کې د چین د ټولو ستراتيژيو او تګلارو اساسي موخه په دغه هېواد کې د دايمي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سولې رامنځته کول دي او دا دغه هېواد بېړنۍ او اصلي مسوولیت او دنده ده.

 په ځانګړې توګه په يو کمربند او يوې لارې کې د افغانستان شاملول به په دغه  هېواد کې د بنسټيزو تاسيساتو پروژو جوړولو، د سرچينو د استخراج او استفاده کولو په چارو کې لا زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي او د افغانانو د روزګار او اقتصاد ښه کېدو لپاره واقعي رول ولوبوي. دغه ټکي د افغانستان په دننه او بهر کې د خبري رسنيو مهم سرټکي دي.

امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو له ايستلو وروسته له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندې کړې. دغه راز يې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شتمني کنګل کړه.

د افسوس وړ خبره دا ده چې امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن پوځي حضور او جګړې بلولو سره، هلته هېڅ صنعتي کارونه نه دي کړي، بلکې هلته پخواني بنسټيز تاسیسات يې هم تر ډېره ویجاړ کړي دي. نو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان له سخت بشري بحران او ستونزو سره مخ شوی.

 اوس د نړۍ هېڅ هېواد هم د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او له بلې خوا پر دغه هېواد د امریکا بندیزونو له امله د افغانستان د پرمختګ لار ډپ شوې او هلته بشري حقونونو په برخه کې ستونزې زیاتې شوې، د بېوزلۍ کچه زیاته شوې او په مقابل کې يې تندلاري او ترهګري زیاته شوې اود دغه هېواد په دننه کې کله کله ترهګریزو بریدونو خبرونه هم خپرېږي. امريکا د ترهګرۍ ضد د مبارزو په پلمه افغانستان ته پوځونه ليږلي، له شل کلن جګړې وروسته دا ثابته شوې چې هغوی نه د د غه هېواد د تېر نظام د نسکورېدو مخه نیولې او نه يې اقتصادي ستونزې او بندیزونه حل شوي دي.

د چين بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۲مه نېټه «د افغانستان مسئلې په هکله د چين دريځ» په نوم سند خپور کړ او د افغانستان د اوسنيو حالاتو په هکله يې لس فقره ییز دريځ بیان کړ.

په دې سند کې راغلي چې چين له هماغه اوله د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا پوره درناوی کړی او کوي يې، د افغانانو د خوښې انتخاب، دیني عقایدو او ملي دودونو ته احترام کوي. دغه راز چين به هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه به هم په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې او نفوذ سيمه ولټوي. پر دې بنسټ چين د افغانستان د نرمې او ثابتې سياسي تګلارې، سولې او بیا رغونې او د ترهګرۍ ضد له درېيو چارو څخه ملاتړ څرګند کړ او په دې چارو کې به ور سره همکارۍ وکړي. د افغانستان په مسائلو کې د امريکا د نه هيريدونکې دندې له امله چين بيا پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې بېرته ورکړي او پر  دغه هېواد دې لګېدلی بندیزونه لغوه کړي.

په هر حال کې چې د افغانستان مسئلې په هکله د چين دريځونه خپاري شوي او يا د چين د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت تر منځ تماسونه شوي، د چين نظريې هميشنۍ او نه بدلېدونکي دي، چې اړوندې ګټې په اخر کې د افغانستان له خلکو سره تړاو لري.

د روان کال په جنورۍ کې افغانستان او د چين د نفتو او طبيعي ګازو ګروپ له يو شرکت سره د پانګونې لومړی قرارداد لاسليک کړ، چې له مخې به يې په امو سیند کې نفت استخراج شي. اټکل کېږي چې که په افغانستان کې پوره ثبات، ټیکاو او سولې تامین، د ترهګریزو بریدونو ګواښونو لرې کېدل د ټولو افغانانو، سیمې او نړۍ په ګټه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب