دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد ټکسي موټرو رنګ نوی شو، چلوونکي یې بایومټریک کیږي

د ټکسي موټرو رنګ نوی شو، چلوونکي یې بایومټریک کیږي

تاند: ( سې شنبه، د غويي ۱۹ ) ‏‏ ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په کچه يې ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته نوی او معیاري رنګ ټاکلی دی.

د ياد شوي وزارت او ترافیک پولیسو عمومي ریاست طالب واکمنانو د یوه خبري کنفرانس پر مهال ادعا وکړه، چې په ټولو کاري پروسو کې يې فساد ختم کړی.

د ترافیک پولیسو لوی رییس، پاسوال داکتر حسیب الله مختار وویل: د دغه ریاست له تایید شوي طرزالعمل سره سم، د رنګ او ترافیکي نظم برخه کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره، د معیار رعایتولو ته ژمن یوو.

د ترافیک پولیسو لوی رییس زیاتوي، چې اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې انتقالات د ټکسي موټرو او پاتې ۷۰ نه تر ۸۰ سلنې د شخصي موټرو په واسطه تر سره کېږي، چې دې چارې امنیتي او جنایي ستونزې رامنځته کړي دي.

مختار وویل: چې په تېر کې د ټکسي موټرو رنګ نه معیاري وو او نه یې مشخص کود درلود، په داسې حال کې چې اوسنی رنګ مشخص کود لري او په بین المللي کنوانسیون کې هم ثبت دی.

‏د طالب چارواکو په خبره، د یاد طرزالعمل په پلي کېدو سره، د جرمونو کچې ټیټېدو په موخه؛ د ټکسي موټرو مالکین بایومتریک کېږي او له هغوی نه د معتبره تضمین اخیستلو ترڅنګ؛ د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو رنګ هم تنظیمېږي.

د ترافیک پولیسو لوی رییس وایي: د دغه طرزالعمل تطبیق سبا چهارشنبه د روان کال د غویي په ۲۰مه نېټه، په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي، چې تر درې میاشتو پور به دوام ولري او د ټاکلې مودې په پای ته رسېدو سره به، له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

1 COMMENT

  1. د رنګ درجه او نوعه باید داسی وټاکل شی چه په هر قسم اب هوا ، رڼا ګاڼو ، ښاری څراغو نو ، سهار او ماښام او نورو وختو کی په اسانی سره د تفکیک وړوی ، ښه ده چه د نورو هیوادو له تجربو څخه استفاده وشی، کوم چه زمونږ هیواد سره ورته والی ولری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب