جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهایران د هریرود پېښې په اړه کابل ته پلاوی را استوي

ایران د هریرود پېښې په اړه کابل ته پلاوی را استوي

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به ډېر ژر د محسن بهروند په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت په کچه لوړ پوړی پلاوی سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښې په اړه پلټنې لپاره راواستوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړي اعلامیه ویلي چې دغه پلاوی به له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې برخه واخلي.

د اعلامیې له مخې د ایراني پلاوي مشري به د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري خو دا نه دي ویل شوي چې دا پلاوی به کله افغانستان ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تحقیقات کولی شي چې د پېښې تیاره اړخونه روښانه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ وروستۍ پرېکړې ته لاره خلاصه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د حمید طهماسي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي د اسنادو له مخې تایید کړېده چې ایراني لوري د هریرود سیند ته ۵۷ افغانان له شکنجو وروسته غورځولي دي خو د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې ایران یې دا اسناد نه دي منلي.

خو په وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیوچارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره هوکړه کړې چې په دې اړه به ګډ تحقیقات پیل ش او دواړه لوري به له پلاویو ټاکلو وروسته په مشهد او هرات کې ناستې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب