جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: افغان سوله له امریکا سره په شوې هوکړې پورې تړلې  ده

طالبان: افغان سوله له امریکا سره په شوې هوکړې پورې تړلې  ده

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: طالبان وايي، له خلیلزاد سره یې د افغان سولې په اړه څو پرله پسې غوندې کړي، تر څو د سولې بهیر ګړندی کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته ویلي، چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوي قطر کې له خلیلزاد سره د سولې اړوند څږ پرله پسې ناستې کړي دي.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ناستو کې د افغان سولې پروسې د چټکېدو په اړه خبرې شوي، تر څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر خلیلزاد سره کتنه کې د دوی او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د مسئلې د حل یوازینې لار یاده کړې ده.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته له طالبانو سره د خپلې وروستۍ کتنې جزیات خپاره کړي.

نوموړي ویلي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون چې مشري یې ملا برادر کوي، درې رغنده ناستې ترسره کړي او د توافقنامې د بشپړ تطبیقېدو په اړه یې وضاحت ورکړی دی.

خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه طالبانو ته ویلي، چې دوی او افغان حکومت باید د تاوتریخوالي کچه کم کړي، او داوړه خواوې باید د بندیانو د خلاصون چارې بیا پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب