جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې هوایي برید ۲۱ طالبان وژلي دي

جوزجان کې هوایي برید ۲۱ طالبان وژلي دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې په وسلوالو طالبانو د افغان هوایي ځواکونو برید خبر ورکوي.

دوی وایي په منګجیک ولسوالۍ کې تیره شپه ۱۱ بجې په وسلوالو طالبانو هوایي برید شوی چې په برید کې ۲۱ طالبان وژل شوې دي.

په دې اړه له دفاع وزارته هم خپره شوې اعلامیه وایي، چې دغه وسلوالو طالبانو د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ماینونه جوړول او په برید کې یې د ماینونو جوړولو ځانګړی ځای هم لمنځه تللی دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي

1 COMMENT

  1. ډیر د خوشخالی ځای دی چه افغان هوایی ځواک بیا توانمند شو۰
    د افغان هوایی ځواک د بریاوو څخه ۰

    ژوندی دی وی افغان قهرمان هوابازان۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب