جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاولسن: طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه انعطاف ښيي

اولسن: طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه انعطاف ښيي

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی استازی ریچارد اولسن وايي دده په نظر طالبان د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهال ویش په اړه انعطاف ښيي.

د ښاغلي اولسن په وینا، طالبان ځکه دا انعطاف ښيي چې هغوی د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو په علت په عاجل ډول د بهرنیو قواوو وتل نه غواړي.

د هغه په وینا که څه هم طالبانو په عامو او شخصي مجالسو کې دا روښانه کړې چې دوی له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو قواوو د وتلو تمه لري.

دغه امریکايي سیاستوال کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه وویل، دده په اند، خلیلزاد به طالبانو ته قناعت ورکوي چې د بندیانو تبادله شوی او اوس د دې وخت رارسیدلی چې دوی د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي.

اولسن د طالبانو د انعطاف خبره داسې مهال کړې چې د  امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو تر منځ د نظرونو اختلاف موجود دی او هغوی د امریکا په پاتې کېدلو پيسې ترلاسه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه طالبان په نظریاتي لحاظ سره ویشلي دي، ځکه دوی افغانستان کې د امریکا په پاتې کېدو مال او ثروت ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون وکړ او د هغې تړون له مخې امریکا په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه د مشروط وتلو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب