جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۲۷ کسان له روغېدو وروسته بیا کورونا نیولي دي

ننګرهار کې ۲۷ کسان له روغېدو وروسته بیا کورونا نیولي دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د ننګرهار ولایت د کورونا ویروس سره د مبارزې کمیټه وایي، تر دا مهاله د کورونا ویروس ۷ سوه شکمنې پېښې کتل شوي چې ۴۶۵ یې مثبتې او ۱۹۹ منفي شوي دي، همدا راز ۲۷ تنه هغه کسان دي چې د دویم ځل لپاره یې ټیسټ مثبت شوی دی .

دغې کمېټي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې ولایت کې ۱۰۸۰ کسانو ته وروسته له هغې په پخپلو کورونو کې د قرنطین لارښوونه شوې چې د کورونا ویروس ځینې علایم په کې لیدل شوي چې ۶۵۱ تنو یې د پنځلس ورځني قرنطین وروسته روغتیا تر لاسه کړې خو لا هم ۴۳۶ تنه په کورونو کې قرنطین دي .

بلخوا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، اوس مهال د کورونا تجرید مرکز کې ۴۹ تنه قرنطین دي،تر دا مهاله ۹ تنه په کورونا ویروس د اخته کېدو وروسته ښه شوي،خو ۱۹ تنو نورو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هیله ښودلې چې خلک د اختر په شپو ورځو کې خپل منځي فاصلې مراعت کړي،ماسکونه واچوي، له غاړو او لاس ورکولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي او ټولې هغه لارښوونې چې ډاکټران یې کوي،پخپلو ځانونو تطبیق کړي.

2 COMMENTS

  1. دا یوه لوبه ده ، چې په دې کې د ولایت په کچه او همدا رنګه د روغتیا مفسده چارواکي ښکیل دي، دا هغه کسان دي چې د دغه مسؤولینو خپل دي ، روغ رمټ دي، د کرونا په نوم فساد روان دی ، د اولس او ریښتني ناروغانو له بودیجې څخه پیسې غلا کوي، هر ولایت چې ډیر ناروغان ولري هم یې د ملي بودیجې څخه سهم زیاتیږي، نو یو ځل یې ناروغ حساب کړي، بیا یې روغ کړي، بیا یې دویم ځلي بیا ناروغ کړي .
    په کونړ کې هم دغه شان کیسه ده ، والي او چارواکي یې پیسې اخلي، ناروغان سهار راځي د روغتون په ښځینه لیلیله کې چې دوی ته یې وقف کړې ده ، کلارې څملې ماښام یا شپې له بیرته کورونو ته ځي ، سبا بیا راځي ..
    کله کله بازار ته هم په کې راووځي.. یوه اندازه پیسې دوی هم اخلي ، او ددولت نه د ستر مصارفو په نوم دلته خورا ډیر فساد روان دی . (( والله أعلم )).
    مقصد دا یو ګیم دوی روان کړی دی . او په دې وُبا کې دوکاندار سودا ګرانه کړې ده ، موټروان کرا، مامور او مدیر کار ته نه راځي وایي کرونا، ډاکټر هم د ناروغ نه کوي غلا

  2. د کورونا د مخنیوي لپاره باید ماسکونه وتړي ، مګر ننګرهار کې دوی ماسکونه ایسته اچوي ، اچول یعنې لرې کول ، کالې اچول یعنې کالي وېستل . دا هم پښتو شوه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب