تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان حکومت او طالبانو غواړې چې، تاوتریخوالی کم کړي او د بینالافغاني خبرو لپاره په ګډه هڅه وکړي.
ښاغلي پمپیو یو وار بیا د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي جوړجاړي هرکلی کړی دی او هیله مندې یې ښکاره کړې چې په دې سره به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه مساعده شي.
ده له وسلوالو طالبانو هم غوښتې چې چې تاوتریخوالی کم او له افغان حکومت سره په ګډه د بین الاافغاني خبرو د پیل هڅه وکړي.
مایک پمپیو دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د وسلوالو طالبانو مشرملا هبتالله د اختر په مناسبت په خپل خپور شوې اختریز پیغام کې د تاوتریخوالې د کمښت په اړه هیڅ یادونه نه وه کړې او له خپلو وسلوالو یې غوښتې وه چې د خپلې مبارزي ته دوام وکړي.
بل لورته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد چې پرون افغانستان ته راغلی دی له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره یې کتنو کې په اوربند او د تاوتریخوالې د کمښت په اړه ټینګار کړی دی.
خو وسلوالو طالبانو بیا تر دې مهاله د مایک پمپیو او زلمي خلیلزاد د تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.