جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه په عراق کې د ابوبکر بغدادي احتمالي ځای ناستی ونیول شو

 په عراق کې د ابوبکر بغدادي احتمالي ځای ناستی ونیول شو

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ:  د عراق د استخباراتو ادارې د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي د احتمالي ځای ناستي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د عراق د استخباراتو ادارې نن سهار وختي اعلان وکړ چې د داعش ترهګرې ډلې  قومندان عبدالناصر قرداش نیول شوی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي چې عبدالناصر قرداش د ابوبکر البغداي د ځای ناستي لپاره د انتخاب شویو کسانو څخه شمېرل کېده.

د سرچینې پر وینا، قرداش په یو لړ کشفي او هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.

داعش ترهګرې ډلې په وروستیو اوونیو کې په عراق کې بیرته بيا ځلې خپل فعالیتونه له سر څخه پیل کړي دي.

امریکا څو میاشتې وړاندې د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو اعلان وکړ.

د داعش مشر ابوبکر غدادي د اکتوبر پر۲۶مه د امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر وخت د ودانۍ په یوه سمڅه کې د تېښتې په حال کې د خپل انتحاري واسکټ په چوولو، ځان وواژه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب