یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههېواد کې د کورونا ناروغان ۸۶۷۶ تنو ته ورسېدل

هېواد کې د کورونا ناروغان ۸۶۷۶ تنو ته ورسېدل

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو   ۲۴ ساعتونو کې یې د ۱۰۰۷ مشکوکو پېشو له پلټنې وروسته کورونا ۵۱۳ مثبتې پېښې ثبت کړې دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر ۸۶۷۶ ته رسېدلی دی.

د وزارت د راپور له مخې په تېرو۲۴ ساعتونو کې په کابل کې ۲۷۲، په هرات کې ۶۹، په بلخ کې ۵۵، په ننګرهار کې ۳۵ او میدان وردګو کې ۲۶ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې تېره ورځ کورونا ویروس ۶ هېوادوال وژلي چې ورسره له دغې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۳ ته لوړ شوی دی.

همدار راز اته ناروغان روغ شوي دي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۹۳۸ ته لوړشوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت له اختر وروسته په مرحله وار ډول له کابل څخه د لویو ښارونو د قرنطین پورته کولو پروسې د احتمالي پیل خبر ورکړی دی.
بلخوا په ګڼو ښارونو کې خلکو په خپل سر د قرنطین ماتولو ته مخه کړې ده او د اختر میوو پسې بازار ته راوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب