سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانانو او لاریونوالو د ځورونې له امله پر ۱۲ ایراني...

امریکا د افغانانو او لاریونوالو د ځورونې له امله پر ۱۲ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: امریکا د ایران د کورنیو چارو وزیر، د سپاه پاسداران یو قومندان او د دغه هیواد د پولیسو ۶ نورو قومندانانو په شمول ۱۲ لوړ پوړو چارواکو باندې د بشري حقونو د نقض له امله بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي، د پولیسو مشر حسین اشتري، او د پولیسو شپږ نور چارواکي تورن کړي چې وروستي لاریونونه یې ځپلي، افغان پناه غوښتونکي يې شکنجه کړي دي او د کډوالو د اخراج له مرکزونو څخه یې ځینې افغانان د سوریې جګړې ته هم وړي دي.
اعلامیه همدا راز د ایران پولیس د یو شمېر افغان کډوالو په شکنجه او هریرود سیند ته غورځولو کې هم ښکېل بولي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم د دغه تازه بندیزونو په اړه ویلي د امریکا متحده ایالاتونه پر ۱۲ کسانو او ایراني بنسټونو د بشري حقونو د نقض له امله دغه بندیزونه لګوي.

ویل کیږي د ایران د کورنیو چارو وزیر چې د کورني ملي امنیت د شورا مشر هم دی، څه موده مخکې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه چې په سلګونه مظاهره کوونکي ووژني.

اوس د امریکايي بندیزونو په لیست کې د فضلي تر څنګ د پولیسو اووه افسران او د سپاه پاسداران پر یوه جنرال هم د مظاهره‌چیانو د ځپلو لپاره بندیزونه لګېدلي دي.

د بندیزونو له مخې امریکایان له دې ۱۲ کسانو او بنسټونو سره راکړه ورکړه نه ‌شي کولای، د دوی شتمني به په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او که چېرته بهرنۍ کمپنۍ هم له دوی سره اقتصادي معامله کوي پر هغو به بندیزونه لګول کېږي.
ایران بیا د دې تازه بندیزونو په اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب