شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې د اختر تر دریو ورځو په هر ډول تګ راتګ...

کابل کې د اختر تر دریو ورځو په هر ډول تګ راتګ بندیز ولګېد

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د کورونا پر ضد د مخنیوي تدابیرو کمېټې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د کابل ښار کې هر دول تګ راتګ باندې بندیز ولګاوه.
دغې کمېټې اعلان کړی چې د اختر ورځو کې به هیڅ یو موټر او ښاريانو ته د راوتلو اجازه ورنکړي بلکې یوازې به د اړتیا وړ اصناف او هټۍ پرانیستې وي.

د دغې کمېټې رئیس او د کابل والي یعقوب حیدري په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا پریکړه تازه د کابینې لخوا نیول شوې او په ښار کې به جدي تدابیر د سهار له پنځو بجو څخه د اختر تر دریو ورځو نیول شوي وي او هیچاته به د تګ راتګ اجازه ورنکړل شي.

د کابل والي له خلکو وغوښتل چې اختر په کور کې تېر کړي ځکه له ښار او ولسوالیو څخه به پر تګ راتګ کلک بندیزونه وضع کړي: (( د اختر درې ورځو کې خوراکه فروشۍ، نانوایان، میوه پلورونکي، درملتونونه او د بشري مرستو رسوونکې موسسې د فعالیت اجازه لري، نور هر ډول فعالیت منع دی.))

نوموړي ویلي، هغه هوټلونه چې مشتریان نه قبلوي او خلکو ته تر کوره خواړه رسوي، کولی شي فعالیت وکړي.
د کابل والي خبرداری ورکړ که څوک د قرنطین اصول مات کړي، سخت چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل د حمل د میاشتې له نهمې نېټې راهیسې قرنطین اعلان شوی خو په وروستیو ورځو کې د دغه ښار خلکو د اختر د میوو اخیستلو په هدف هر څه هیر کړي دي او بازارونو ته راوځي.
کابل دا مهال د کورونا تر ټولو زیاتې ۲۷۶۷ مثبتې پېښې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب