جمعه, مارچ 29, 2024
Homeجنرال وزیريایا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته اخطار ورکړ؟

ایا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو ته اخطار ورکړ؟

جنرال دولت وزیري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې ویلي، چې دوی د طالبانو سره له 2001 کال وروسته د ګټلو له پاره جګړه نه ده کړي.

ترمپ سمه خبره کوي دوی هغه څه چې اړین وو او پرې بریالی کیدل هغه یې نه کول. دوی پر پاکستان د طالبانو پر اصلي کور لازم فشار را نه وو. په هیواد کې د طالبانو پر ضد سم تبلیغات ونه شول.

ښاغلي ټرمپ په وار- وار یادونه کړې، چې امريکايي ځواکونه نور نه غواړي په افغانستان یا نورو هېوادونو کې د پولیسو رول ولولوي او ده ژمنه کړې چې خپل ځواکونه به کور ته ستانه کړي.

امريکايي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې غښتلی حکومت را منځ ته نه شو؛ په اداري فساد کې امریکایان هم شریک وو؛ د جګړې د ختمولو پر ځای د جګړې اوږدولو ته کار کیده؛ غیر مسئول وسله وال ازاد پريښودل شول؛ واک ټول د جنګ سالارانو په لاس کې شو؛ په هېواد کې د بيکارۍ پر ضد د مبارزې لپاره کار ونه شو؛ بنيادي کارونه ونه شول؛ له ټولو مهمه وسله وال ځواکونه چې څومره ضرور وه تقویه نه شول.

د دغو مسایلو تر څنګ هوايي، انجنیري، توپچي او کشف و استخباراتو ته سمه پاملرنه ونه شوه.
ولسمشر ترمپ د دې تر څنګ په خپلو خبرو کې وسلوالو طالبانو ته سخت اخطار ورکړی او هغه دا چې دوی تر اوسه د دوی پر ضد د بریالیتوب له پاره جګړه نه کړي. مانا دا چې سم دې شي او که نه بیا د 2001 په څیر منتظر اوسئ.
د امریکا دفاع وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو وتل له مهالویش سره سم ترسره کېږي.

دغه وزارت دا اعلان هم کړی، چې د امريکايي پوځیانو شمېر به هغسې چې مخکې ویل شوي وو، ۸۶۰۰ ته راکم کړای شي.

که چېرې امریکایان په سیاسي او اقتصادي برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان وسله وال ځواکونه تمويل، تجهیز او اکمال کړي، وتل يې تاثیر نه لري.

که چیرې د دوی زر تنه هم په هېواد کې وي دا په دې معنی ده چې له افغانستانه ملاتړ کوي. د وسله والو ځواکونو تجهیز او تقویه په ځانګړې توګه د هوايي، انجنیرۍ، توپچي او کشف و استخبارات ډیر اړین دي.

هوايي ځواکونه دلته کمزوري دي، که د هوايي ځواک په برخه کې ورسره مرسته وکړي او تقویه‌یې کړي، بیا دوی کولای شي چې خپل عملیات ترسره کړي. د امریکا متحده ایالاتو نظامي، سیاسي او مالي مرستو ته اړتیا ده.
د دې تر څنګ په هيواد د یولاس، مسئوول او نسبتا قوي حکومت رول هم زیات دی.

تر ټولو مهم د مخالفینو په ګټه د تبلیغاتو درول او د وسله وال پوځ او حکومت په ګټه د تبلیغاتو تقویه کول دي. په وسله وال پوځ کې د باتجربه افسرانو ټاکل هم رول لري. تر څنګ د سولې له پاره د سمو هڅو کول.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی وزیري صاحب ته د یو نظامی په حیث وایم، دا خبره به ډیره سمه نه وی چه ښاغلی ټرمپ هر څه ووایی او زه او ته یی عملی او قبول کړو.
    د ښاغلی ټرمپ په ټویټونو او خبرو ټوله نړی پوهیږی، هغه کله دکورونا ډاکتر شی، کله نظامی مارشال شی، کله وای دطالیبانو سره په خپله خبری کووم، کله وای د افغانستان په جګړه کی مونږ ماته خوړلی. خو د افغانستان په جګړه کی یی ماته ځکه خوړلی چه د امریکا زیاتره جنرالان، سیاسی کارپوهان او نور خلک د امریکا ماته نظامی(فوځی، کمندویی او د جنګی وسایلو ماته بولی) نه د ټرمپ په خبره پولیسی او ترافیکی ساده عسکری ماته، امریکا خپلی ډیری پیشرفته او پیاوړی ذهرجنی الکترونیکی او برقی جنګی وسلی وکارولی خوبیا هم کامیاب نشول، حتی کله چه به دوی دغه جنګی خطرناکه وسلی استعمالولی نو زیاتره اروپایی ملګری به ورسره جوړ نه ول.
    امریکا په سلهاوو زره هوایی بمباریانی، شپنی عملیات او حتی د بمونو مور استعمال کړه خو نتیجه یی ورنکړه، حتی ټرمپ پدی هم قانع شو چه داسی وسله می په اخر کی په طالیبانو استعمالوله چه په هغی کی لس ملیونه انسانان وژل کیدل ، د ټرمپ د دغی خبری هدف اټومی بم وه.
    ګرانه وزیری صاحب داسی حالتونه به دې ډیر لیدلی وی چه امریکایانو ځمونږ قهرمان فوځونه او ملکی خلک قصداً بمبار کړی وی، دا ولی دا ځکه کله چه به امریکایی عسکر په جنګ کی ووژل شول نو طالیبان به په لاس ورنغلل نو بیا به یی قصور ځما د ملکی او عسکر څخه اخست.
    وزیری صاحب دټرمپ په خبرو مه تیروځه، سیاست هره ورځ تغیر کوی، زوړ سیاست د مغزو څخه وباسه.
    او په اخر کی باید ووایم چه د امریکا په پیسو زورمارشال فهیم د اسونو نمایشګاه جوړه کړه، عطاممد نور د سویس د ۵۰۰۰۰۰ ډالرساعتونو کلکسون جوړ کړه او نورو په لس هاوو زره ډالر چور کړل

  2. د څلویښت کلن جنګ د جنرالانو خبری هسی خبری دی چه د غوږ وړ ندی. له هغوی سره باید کلکه محاسبه وسی.

  3. كه په پاكستان كى ي هم يو څو سلمانى وجلى وى او بلوچ ازادى عښتنكى ي حمايه كړى وى او په پاكستان ي پوره اقتيصادى بنديز لګولى وى نو نتيجه به بل رنګه وه

  4. مونږ د داسې یو دښمن سره جنګیږو چې هغه په مادیاتو دومره اکمال ندی ، څومره چې په معنیویاتو سمبال دی ، لکه هغه جګړه د جهاد په نوم کوي، انتحار د جنت په نوم کوي، قتل عام د اصلاح في الأرض په نیت کوي، ډیره سلاح نه لري، تیت او پرک دي، سمه قومانده نلري، په اخ او ډب کې یې ټول هیواد د بې قرارۍ کندې ته کوز کړی دی، که پنجابک دی، که چینایي دی که روسی دی، که عرب او که ایرانی د هر چا سره جوړ دی، د هر یو سره سمجوته کوي، دا یې هم لاسته راوړنه ده ، چې امریکا سره یې تړون لاسلیک کړ، غلا، دهوکه، د امیر نافرماني، اداري فساد په کې نشته .
    اوس د دولت خوا درته پخپله ښکاره ده ، یو امریکایي جنرال ویل ، چې د کرزي په وخت کې مونږ په دې وویریدو ، چې د دښمن دلاسه به ناکام نه شو، خو د دولت د فساد له امله مو ټول میشن او ماموریت له ناکامۍ سره مخ دی، نو همغه و، چې پریکړه مو وکړه چې دا ځل باید په افغانستان کې یو مصلح او د فساد سره مبارزه کوونکی قاطع انسان په تخت کښیني ، نو د اشرف غني نه مو بل ښه پیدا نه کړ.
    نو په دولت کې ستر فساد دی، بیا د وسلوال پوځ په لیکو کې څومره پوستې په هلمند، قندهار، غزني او قندوز کې خرڅې شوې، څومره کتلوي مرګ ژوبلې رامنځته شوي، نو دغه افسران د پاسه افسران ټول خرڅ شوي دي، د دفاع په وزارت کې په میلیونونو ډالر په هغه او دغه کې حیف او میل شوې .
    نو امریکا هو دا هر څه د ځانه سره راوړي و، کشف هم و، استخبارات هم و، توپچي هم و، خو زمونږ سترګې یواځې ډالرو ته په لار وې، مونږ یې اهلیت نه درلود ، ځکه مو ترې نه دا هر څه وانخیستل، ځان مو پرې سمبال نه کړ.
    مونږ لکه ټول عمر امریکا ته د شلې ګیدړې په شان ګورو، چې څه به راکړي .
    نو زمونږ د دولت په کچه د معنویاتو او د برکت خلک کم دي، او یا هم څوک وخت نه ورکوي، مونږ شل کاله اوس هسې ضایع کړل، ځکه چې د امریکا په لسګونو زره عسکر دلته و، خو مونږ هم د کار ګام پورته نه کړ.
    اوس هم وخت نه دی تللی، د مشرتابه نه باید تر کښته سرتیري پورې باید د ډیر ځیرکتیا او دقت نه کار واخلو، د دښمن پر ضد تبلیغات فرض دي، همدا رنګه د دښمن د جهاد او د مبارزې په نوم اوس هم کتابونه چاپ کیږي او ځوانان هغه ګوري او اغیزمن کیږي، دغه د دښمن د تبلیغاتو یوه څانګه ده .
    راځئ ټول ولس باید خپل دښمن وپیژنو، او د قتل او جهاد تر منځ توپیر وکړای شو، د شهادت او وحشت تر منځ باید تمیز وکړو، دا بې ګناه میندې چې شهیدانیږي دا د هغو حورو سردارې دي، د کوم حورو لپاره چې دغه شرمښان ځان وژني.
    وکړئ، د دښمن سره فکري جګړه ، سپکه او درنه جګړه ، د کاغذ او د قلم په ژبه ، د نشراتو او تبلیغاتو له لارې ، د ولسي په کچه مرکو او د جرګو د لارې نه ، د منبر او د خطبو د لارې نه ، ولیکئ د تروریزم ضد کتابونه ، خپرې کړئ مجلې ، جوړې کړې د میډیا د لارې نه خپلې برنامې ..
    دغه لارې چارې خو هرومرو دومره بارودو او بمبار ته اړتیا نه لري !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب