Homeخبرونهد ملي پراختیا شرکت: د قرنطین موده کې مو ۲۰ زره کسانو...

د ملي پراختیا شرکت: د قرنطین موده کې مو ۲۰ زره کسانو ته کار پیدا کړی

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: د ملي پراختیا اداره وايي، د ولسمشر له امر سره سم یې په کابل کې د قرنطین په موده کې ۲۰ زره کسانو ته کار پیدا کړی دی.
یاده اداره وايي، ولسمشر د ۴۱ زره کارګرو لپاره روزګار موندلو امرکړی خو دوی تر اوسه توانېدلي چې د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپیریال رامینځته کولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په پروژه کې ۲۰ زره کارګر بوخت کړي.

د ملي پراختیا اداره وايي، په دې پروژه کې د ښار د سطحي اوبو د راړولو په موخه تر دې دمه له ۱۴۰۷۰۰ څخه ډيرې وړې کندې کیندل شوې او د اوبو جذبولو او خوندي کولو ۱۷ کوچني بندونه تر کار لاندې دي چې یو کال به وخت ونیسي.

ددې پروژې په دوهم پړاو کې د شین چاپیریال او ځنګلونو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ میلیونه نیالګیو کینول په پام کې نیول شوي چې د پالنې او ساتنې په برخه کې به ېې زرګونه کسان په کار بوخت شي: (( ټول کارګر د کلیو او ګذر د وکیلانو لخوا ټاکل او د ملي پراختیا شرکت لخوا په کار ګمارل کیږي.))

د یادونې ده چې د عالي اقتصادي شورا د پریکړې سره سم د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې مسئولیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، خو مالي لګښت ېې چې له ۱۲میلیاردو څخه ډيرې افغانۍ کیږي د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له طریقه د دولت له اختیاري پراختیايي کوډ څخه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...