شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپنټاګون د پمپیو له امر سربېره هم افغانستان نه ۱ میلیارد ډالر...

پنټاګون د پمپیو له امر سربېره هم افغانستان نه ۱ میلیارد ډالر مرسته نه ده ګرځولې

تاند، پنجشنبه، د جوزا لومړۍ: رویټرز د پنځو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پنټاګون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له وینا سره – سره لا هم له افغانستان څخه یو میلیارد ډالر پوځي مرستې ندي ګرځولي.

دریو امریکايي سرچینو رویټرز ته په دې اړه کاږي، مایک پمپیو ویلي وو د افغانستان د سیاسي اختلاف له کبله دوی له دغه هېواد څخه یو میلیارد ډالر پوځي مرستې ګرځوي، خو د امریکا دفاع وزارت ته دغه پرېکړه باندې عمل نه دی کړی او نه هم دفاع وزیر مارک ایسپر داسې کوم امر تر اوسه کړی دی.

تر اوسه دا واضحه نده چې له افغانستان څخه له پرېکړې سره سم دا پيسې تر اوسه ولې نه دي ګرځول شوي؟ خو په زیات احتمال چې د ټرمپ ادارې تر اوسه په دې اړه کومه تګلاره وه جوړه کړې یا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارتونو ترمنځ په دې اړه کومه همغږي نه ده رامنځته شوې.

رویټرز په دې اړه له سپینې ماڼۍ پوښتنه کړې خو هغوی ورته ویلي، چې له پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت څخه یې وپوښتئ مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
بلخوا د پنټاګون ویاند هافمن نه دي ویلي چې ولې دا پيسې تر اوسه نه دي ګرځول شوي، خو ویلي یې دي دوی له بهرنیو چارو وزارت سره په دې پرېکړه کار کوي.

خو د پوځ یولوړپوړي غړي تورن جنرال تامس کیمبل ویلي، چې مارک ایسپر د بهرنیو چارو وزارت د هغو کړنو ملاتړ کوي چې افغان حکومت د سولې نړیوالې پروسې سره همغږي کېدو ته ترغیبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۲۳مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې د ټاکنیزې لانجې د حل په اړه له عبدالله او ولسمشر غني سره تر ناکامو لیدنو وروسته په یو ټویټ کې وویل، دوی مایوسه شوي دي او له همدې کبله له افغان حکومت سره یو میلیارد ډالر مرستې کموي.

نوموړي خبرداری ورکړی و چې په راتلونکي کال کې به هم ورته اقدام وکړي او د نورو مرستو په اړه به هم تر غور وروسته نړیوالو غونډو کې هم له افغانستان سره د مرستو کمولو خبره راپورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب