جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهچین د پراخ بنسټه افغان حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه

چین د پراخ بنسټه افغان حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه

تاند:( یکشنبه، د دلوې دویمه)‏ د چين د بهرنيو چارو وزير کین کانگ په کابل کې د طالبانو د حاکم رژیم د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي.

چینایي رسنيو ويلي، چې په دې خبرو کې چینايي لوري په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کیدو غوښتنه کړې او ويلي، چې د همداسې يوه حکومت ملاتړ به کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان به ېې د خاورې خلاف نه کارول کېږي.

متقي نن په یوه غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير سره د خپلو خبرو په اړه وويل، چې چينايي لوري سره ېې پر ټليفون يو ساعت خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د پراخ بنسټه او منتخب حکومت رامنځته کیدل د افغانانو تر څنګ د نړیوالې ټولنې یوه عمده غوښتنه ده، چې په پرله پسې ډول ېې له طالبانو څخه کوي.

طالبان بيا خپل رژيم ټول ګډونه او پراخ بنسټه بولي او ورڅخه کېدونکې ورته غوښتنې د دوی په چارو کې لاسوهنه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب